سویلي آسیا

په خیبر پښتونخوا کې دوه پولیس ووژل شول

انځور- له ارشیف څخه د پاکستان سرتیری

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د کانت پولیسو پوستې اړوند په «کورام ګرهي» سیمه کې د وسله‌والو بریدګرو په ډزو د دغه هېواد د فدرالي پولیسو دوه غړي ووژل شول.

د پاکستان پولیسو ویلي چې دغه دوه سرتېري په یوه محلي بازار کې په پېرودنه بوخت وو چې وسله‌وال بریدګر پر موټرسایکل راورسېدل، پر دوی یې ډزې وکړې او بیا له سیمې په تېښته بریالي شول.

د پاکستان د پولیسو سرچینو «ډان» ورځپاڼې ته ویلي چې د وژل شویو کسانو نومونه رخنیاز او رحمان‌الله دي. دواړه د فدرالي پولیسو د «داریوبا ام‌آی» په ډله کې وو.

د پېښې په تعقیب، پاکستاني امنیتي ځواکونو سیمه کلابند کړې او د بریدګرو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي. تر اوسه کومې ډلې د دغو دوو پولیسو د وژنې مسؤلیت نه دی منلی.

په ورته وخت کې په یوه جلا پېښه کې، د شنبې په شپه وسله‌والو د «شموزای» پولیسو پوستې ودانۍ چې د ښارګوټي د پولیسو د سټېشن تر واک لاندې وه، د بم په چاودنې سره ونړوله.

سرچینو ویلي چې دغې زورورې چاودنې ودانۍ ویجاړه کړې، خو له ۲۰۲۲ کال راهیسې خالي وه.

د پاکستان پولیسو تایید کړې چې په دې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.