د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي دي چې له کابل او د هېواد له ولایتونو څخه عربستان سعودي ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شوی دی.
د دغې ادارې د حج، عمرې او زیارتونو رئیس محمد نبي محمدي په کابل کې د دې مراسمو په لړ کې وویل چې سږ کال به ۳۰۰۰۰ افغان حاجیان د «آریانا» او «کامایر» هوايي شرکتونو له لارې عربستان ته ولېږدول شي.
د هغه په وینا، دغه حاجیان به د افغانستان له څلورو زونونو څخه په ۹۶ پروازونو کې د حج د فریضې د ادا کولو لپاره عربستان ته ولېږدول شي.
د طالبانو دغه مقام زیاته کړې چې په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰۰ حاجیان په ۴۶ پروازونو کې مدینې منورې ته او په راتلونکي پړاو کې ۱۵۰۰۰ نور حاجیان جدې ته لېږدول کېږي.
د محمدي په وینا، حاجیانو ته د منظمو خدمتونو وړاندې کولو او ښه هرکلي لپاره، د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت یو پلاوی له دې وړاندې عربستان ته تللی و، ترڅو د حاجیانو د خدمتونو وړاندې کوونکو قراردادي شرکتونو سره لازم تدابیر ونیسي.
له دې وړاندې د طالبانو دغې ادارې ویلي وو چې د راتلونکي کال لپاره حاجیانو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې په عربستان سعودي کې له دوو شرکتونو او یو روغتون سره قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي وو چې یاد شرکتونه او روغتون به د مکې مکرمې، مدینې منورې او د «منا، مزدلفې او عرفات» په ګډون سپېڅلو ځایونو کې د هېواد زایرینو ته خدمتونه وړاندې کړي.
د طالبانو په وینا، دغه قراردادونه د «ضیوفالبیت» او «رواف مني» شرکتونو او همدارنګه د «مستشفی مرکز مکه الطبی» روغتون سره د حج او عمرې د نړیوال نندارتون په څنډه کې چې پخوا په جده کې جوړ شوی و، لاسلیک شوي دي.
طالبانو زیاته کړې، د دغو قراردادونو پر بنسټ، شرکتونه او یاد روغتون به د حج د مراسمو په لړ کې زایرینو ته د ټرانسپورټ، خېمو، استوګنې، خوراک او نورو لازمې اسانتیاوې چمتو کړي.
