د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې د ایران په تړاو یې ځینې «ډېر ښه خبرونه» ترلاسه کړي، خو په دې اړه یې له زیاتو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.
ټرمپ د «ایر فورس ون» الوتکې په داخل کې خبریالانو ته وویل: «موږ شل دقیقې مخکې یو ډېر ښه خبر ترلاسه کړ، داسې ښکاري چې په منځني ختیځ کې د ایران په اړه وضعیت ډېر ښه پرمخ روان دی.»
کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې دا ښه خبر څه دی، هغه وویل: «تاسو به یې په اړه واورئ. زه فکر کوم دا یو داسې څه دي چې باید پېښ شي. دا داسې یو څه دي چې یوازې د پېښېدو په صورت کې معنی لري او زما په اند دا به پېښ شي. موږ به ووینو چې څه کېږي، خو زما باور دا دی چې دا به وشي.»
له بلې خو د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف وايي چې د امریکا ولسمشر تېره ورځ په یوه ساعت کې «اوه ادعاوې مطرح کړې او ټولې دروغ دي».
د هغه په باور، « دوی په دې دروغ ویلو سره په جګړه کې بریالي شوي نه دي او حتماً به په مذاکراتو کې هم کومه پایله ترلاسه نه کړي».
