په بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه تنه مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د طالبانو ادارې اړوند حریت رسنۍ د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا پېښه پرون سه شنبه د وري په ۲۵مه، د بدخشان د مرکز فیضاباد ښار د اتمې ناحیې اړوند په «سید بایي» سیمه کې شوې ده.
د راپور له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو «تونس» ډوله موټر له عمومي سړک څخه واوښت او چپه شو.
د سیمې د اوسېدونکو په مرسته ټپیان د بدخشان ولایتي روغتون ته وړل شوي او د ځینو روغتیايي حالت پکې «اندېښمنوونکی» ښودل شوی دی.
په بدخشان کې ځايي طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر هېوادوال د سړکونو له خرابوالي او د ترافیکي نښو له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې ترافیکي پېښې په هېواد کې یو له مرګونو پېښو څخه دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د احصائیو له مخې، په تېر یو کال کې یوازې په دغه ولایت کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې چې په پایله کې یې لږترلږه ۱۳۶ کسان مړه شوي او ۱۷۵ نور ټپیان شوي دي.
