ښځې

ملګري ملتونه: یوازې ۱۷ سلنه راستنې شوې افغان ښځې عاید درلودلی شي

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په خپل نوي راپور کې ویلي چې افغانستان ته له راستنو شویو هرو پنځو ښځو څخه له یوې کمې یې عاید درلودلی شي چې دا په مجموع کې د ټولو راستنو شویو کډوالو ښځو یوازې ۱۷ سلنه جوړوي.

په دغه راپور کې راغلي چې دا چاره د راستنو شویو کورنیو ترمنځ د پورونو او د خوړو د نه خوندیتوب کچه لوړوي، په ځانګړي ډول په هغو کورنیو کې چې سرپرستي یې د ښځو پر غاړه ده.

دا راپور ښيي چې که څه هم ډېری ښځو په نورو هېوادونو کې کار کړی او مهارتونه یې ترلاسه کړي، خو افغانستان ته له ننوتلو وروسته د کاري فرصتونو له نږدې بشپړ له منځه تلو سره مخ کېږي چې نږدې ۴۰ سلنه دغو ښځو ویلي چې مسلکي، تخنیکي او ډیجیټل مهارتونه لري خو د کارولو اجازه یې نلري.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د موندنو له مخې، په ایران کې د کارکونکو ښځو له درې پر څلورمه ډېره برخه او په پاکستان کې د کارکونکو ښځو نږدې دوه پر درې برخه یې افغانستان ته له راستنېدو وروسته بې‌کاره دي.

یادې ادارې ویلي چې دا څېړنه د ۷۰۰ راستنو شویو ښځو او په هرات، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د تلیفوني سروې، ژورو مرکو او کاري ورکشاپونو له لارې د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې راپور «له راستنېدو وروسته: د افغان ښځو د ژوند بیا رغول» ښيي چې د کار پر وړاندې اصلي خنډونه په افغانستان کې د ښځو پر کار او تګ راتګ محدودیتونه، پانګې او وسایلو ته نه لاسرسی او د بازار کمزوري فرصتونه دي ځکه له درې پر څلورمه ډېرې راستنې شوې ښځې د عاید لپاره هېڅ وسیله یا پانګه نلري.

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ۵.۵ میلیونو ډېر کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي چې د هېواد پر وړاندې پرتو کمزورو محلي اقتصادونو یې بې‌سارې فشار راوړی دی.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو له څلورمې برخې ډېرې او له پاکستان څخه د راستنو شویو نږدې نیمایي یې ښځې او نجونې وې چې په منځني ختیځ کې د جګړې له امله تمه ده په راتلونکو اوونیو کې له ایران څخه د راستنو شویو ښځو په شمېر کې نور هم زیاتوالی راشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وایي چې د ښځو د اقتصادي ونډې ملاتړ نه یوازې د دوی لپاره، بلکې د افغانستان د پراخې اقتصادي رغونې او پراختیا لپاره خورا مهم دی.

هغې وویل چې راستنې شوې افغان ښځې په خورا سختو شرایطو کې، ډېری وخت بې له شتمنۍ، عاید یا ملاتړیزو شبکو هېواد ته راځي؛ ځینې یې مهارتونه له ځان سره راوړي او ځینې یې له صفر څخه پیل کوي، خو ټولې یې په درناوي سره د ژوند جوړولو لپاره کار، خدماتو او فرصتونو ته اړتیا لري.

پر دې بنسټ ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د راستنو شویو ښځو د ملاتړ لپاره دې په نویو وسایلو او پانګونو کې مرسته وشي او په هغو برخو کې چې د کار زمینه پکې شته، لکه کوچنۍ مالدارۍ، د خوراکي توکو پروسس او خیاطۍ کې دې د هغوی لاسنیوی وشي.

همداراز دغه بنسټ غوښتي چې د تخنیکي لارښوونو، د بازار له شرایطو سره د ځان برابرولو او د وړیا مرستو په زیاتولو سره دې د ښځو لپاره د اعتبار او کاري اسانتیاوو خنډونه له منځه یووړل شي ترڅو د هغوی وضعیت ښه شي.