سیاست

رویټرز:امريکا او ايران ښايي روانه اوونۍ مذاکرات بيا پيل کړي

رویټرز د ځینو سرچینو له خولې ویلي چې د امریکا او ایران مذاکراتي ټیمونه ښايي د روانې اوونۍ تر پایه بېرته اسلام‌اباد ته ستانه شي، ترڅو د جګړې د پای ته رسولو خبرې بیا پیل کړي. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې تېره اوونۍ خبرې بې پایلې شوې او واشنګټن د ایران پر بندرونو سمندري کلابندي ولګوله.

که څه هم د امریکا دغه اقدام د تهران توند غبرګونونه راپارولي، خو د ډیپلوماټیکو هڅو د بیا پیل نښو په بازارونو کې د تېلو بیې ارامې کړې او د هر بېرل تېلو بیه بېرته له ۱۰۰ ډالرو راښکته شوه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران د دوشنبې په ورځ له دوی سره اړیکه نیولې او غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو هغه ټینګار وکړ چې د داسې کومې معاهدې ملاتړ نه کوي چې تهران ته د اټومي وسلو لرلو اجازه ورکړي.

بل لور ته د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي واینس، چې د امریکایي پلاوي مشري کوي، فاکس نیوز ته ویلي چې په تېرو خبرو کې «ډېر پرمختګ» شوی دی.

هغه وویل چې امریکا ایران ته خپل هغه شرایط روښانه کړي چې نرمښت په کې نه راولي، په ځانګړې توګه د اټومي موادو د ایستلو او د یو داسې میکانیزم د جوړولو په برخه کې چې تایید کړي ایران اټومي وسله نه جوړوي.

د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې ایران د هرمز تنګی یوازې د خپلو کښتیو پر مخ پرانیستی و، خو امریکا د دوشنبې له ورځې راهیسې د ایران بندرونو ته د کښتیو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په وینا، دا کلابندي یوازې د ایران د بندرونو لپاره ده او هغو کښتیو ته چې نورو هېوادونو ته ځي، خنډ نه جوړوي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې نن سه شنبه د نړۍ د تېلو د عرضې او تقاضا په اړه خپلې وړاندوېینې راکمې کړې.

دغې ادارې ویلي چې په منځني ختیځ کې جګړې د نړۍ اقتصاد ځپلی او د تېلو د جریان د ګډوډېدو له امله به په ۲۰۲۶ کال کې د عرضې کچه نوره هم راټیټه شي.

سره له دې چې د دواړو لورو ترمنځ ژبنی بریدونه روان دي، خو د تېرې اوونۍ اوربند لا هم پر ځای پاتې دی او ډیپلوماټان هیله‌من دي چې د اوونۍ تر پایه به په اسلام‌اباد کې یوې پایلې ته ورسېږي.