نن سه شنبه د سهار شاوخوا ۱۰ بجې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د تېرې جمعې ورځې د وسلهوالې حملې د ۸ قربانیانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.
که څه هم تر دې وړاندې د هرات اوسېدونکو غوښتل چې د «صادقیه» جومات له لمانځه وروسته جسدونه پر خپلو اوږو تر هدیرې ولېږدوي، خو سرچینې وایي چې طالبانو د دغه کار مخه ونیوله. له دې سره سره، ماتم کوونکو د خښولو له مراسمو وروسته په سړکونو کې د «مرګ پر ترهګرۍ» شعارونه ورکړل.
سرچینې وایي چې د هرات والي د امنیتي پایلو له امله د اهل تشیع مشرانو ته خبرداری ورکړی و چې د جنازې لمونځ په جومات کې نه، بلکې په زیارت کې دننه ادا کړي.
د دې مراسمو پر مهال طالب چارواکي حاضر نه وو او یوازې د قربانیانو دوو نږدې کسانو ته د لنډو خبرو اجازه ورکړل شوه.
د قربانیانو یو نږدې کس امید عطایي په داسې حال کې چې د خبرو وس یې نه درلود وویل: «موږ نن یوازې خپل عزیزان نه، بلکې د خپلو زړونو یوه برخه خاورو ته سپارو.»
بل لور ته په روغتون کې د پاتې ۱۲ ټپیانو له منځه د یوه تن روغتیايي حالت خورا نازک ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ارباب سلطان احمد او د هغه د دوو زامنو جسدونه تېر مازدیګر په خپله سیمه کې خاورو ته سپارل شوي وو.
تر اوسه د دغې حملې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم طالبانو د بریدګرو په اړه کره جزییات خپاره کړي دي.
