لویدیځه اسیا

امريکا د ايران د بندرونو کلابندي پیل کړه؛ تهران د غچ اخیستنې ګواښ وکړ

انځور په هرمز کې یوه سوداګریزه کیښتۍ، ارشیف څخه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ځواکونو یې د دوشنبې په ورځ د ایران د بندرونو کلابندي پیل کړه. ورته مهال، وروسته له هغه چې په اسلام‌اباد کې د جګړې د پای ته رسولو خبرې اترې بې پایلې شوې، تهران ګواښ وکړ چې د خلیج د ګاونډیو هېوادونو پر بندرونو به غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.

که څه هم یو امریکایي چارواکي وویل چې له ایران سره تماسونه دوام لري او د هوکړې لپاره هڅې کېږي، خو په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیه یو ځل بیا ۱۰۰ ډالرو ته ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې د هرمز تنګي د ژر پرانیستل کېدو هېڅ نښې نه ښکاري او د تېرې اوونۍ د دوه اوونیز اوربند د دوام په اړه جدي اندېښنې پیدا شوې دي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل: “ایران به اټومي وسله ونه لري. موږ اجازه نه ورکوو چې یو هېواد دې نړۍ بلک مېل کړي.”

 د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي واینس، چې په اسلام‌اباد کې یې د امریکایي پلاوي مشري کوله، فاکس نیوز ته وویل چې په خبرو کې “ډېر پرمختګ” شوی او تهران ځینې نرمښتونه ښودلي، خو په وینا یې هغوی لا هم پوره ګامونه نه دي پورته کړي. هغه ټینګار وکړ چې ایران باید خپل ټول بډای شوي یورانیم له هېواده وباسي.

د امریکا مرکزي قومانداني (CENTCOM) وایي، دا کلابندي به د ټولو هېوادونو د هغو کښتیو په وړاندې په بې‌پرې ډول پلي شي چې د ایران بندرونو ته ننوځي یا ترې وځي. خو هغه کښتۍ چې د هرمز تنګي له لارې غیر ایراني مقصدونو ته ځي، مخه به یې نه نیول کېږي.

ټرمپ خبرداری ورکړ: “که د ایرانیانو هر ډول چټک بریدګر کښتۍ (Fast-attack ships) زموږ کلابندۍ ته نږدې شي، سمدستي به له منځه یووړل شي.”

د ایران د دفاع وزارت ویاند، برید جنرال رضا طلایي نیک وویل چې د تنګي د کنټرول لپاره د بهرنیو ځواکونو هڅې به بحران نور هم پسې زیات کړي.

د ایران یو نظامي چارواکي د امریکا دا اقدام “سمندري غلا” وبلله او خبرداری یې ورکړ چې که د ایران بندرونه وګواښل شي، نو په خلیج کې به هېڅ بندر خوندي پاتې نشي.

د بریتانیا او فرانسې په ګډون د ناټو متحدینو ویلي چې دوی به په دې کلابندۍ کې برخه وانخلي او د جګړې غځول نه غواړي، بلکې پر دې ټینګار کوي چې دغه نړیواله اوبلاره باید د انرژۍ د لېږد لپاره پرانیستل شي.