افغانستان ښځې

په کابو لسو ورځو کې کابل کې د ښځو حقونو د یوې بلې فعالې نیول کېدل

د ښځو حقونو یوه فعاله او د افغانستان د مبارزو مېرمنو د خودجوشه حرکت یوه بنسټ اېښودونکې فرحت پوپلزۍ د طالبانو له خوا نیول شوې ده.

د نوموړې دوې همکارانې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، آمو ته وايي چې ۲۳ کلنه مېرمن پوپلزۍ د سه شنبې له غرمې وروسته په کابل کې د طالبانو له خوا ونیول شوه او تراوسه یې برخلیک روښانه نه دی.

د دوی په وینا، مېرمن پوپلزۍ له خپل پلار سره یو ځای نیول شوې او د پلار د برخلیک په اړه یې هم مالومات نشته.

له بلې خوا، د ښځو حقونو یوې بلې فعالې چې د مېرمن پوپلزۍ همکاره ده، آمو ته وویل چې په روانه اونۍ کې، د زینب رحیمي په نوم یوه بله ښځینه فعاله هم د طالبانو له خوا نیول شوې خو د دې ډلې له خوا د ضمانت له اخیستو وروسته بېرته خوشې شوه.

مېرمن پوپلزۍ او مېرمن رحیمي په تېره یوه میاشت کې په کابل کې په اعتراضونو کې ګډون کړی و. دا اعتراضونه د نجونو د زده کړو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو، پر کاج ښوونیز مرکز د برید او له کابل پوهنتونه د یو شمېر نجونو محصلینو د ایستلو په غبرګون کې ترسره شوي وو.

دا په داسې حال کې دي چې ظریفه یعقوبي یوه اونۍ مخکې د کابل په لوېدیځ کې د ښځو د یوه بنسټ د پرانیستلو له امله جوړې شوې ناستې پرمهال د طالبانو له خوا ونیول شوه.

د مېرمن یعقوبي څلور نارینه همکاران هم د طالبانو له خوا ونیول شول او تراوسه یې برخلیک نه دی روښانه شوی.

دا نیونې په داسې حال کې کېږي چې پرافغان مېرمنو د طالبانو لګول شوي د زیاتېدو په حال کې دي. تازه ښځې سپورتي کلپونو او عمومي حمامونو ته له تلو او له کوره بهر د جامو ګنډلو کارځآیونو له لرلو منع شوې دي.