امنیت

سرچینې: د هرات برید کې ۱۲ وژل شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي

باوري سرچینو له هرات څخه “آمو” ته ویلي چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په «ده‌مهري» سیمه کې د ناپېژانده وسله‌والو بریدګرو په ډزو کې، ۱۲ مړي روغتون ته لېږدول شوي او په دې پېښه کې ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

سرچینې وایي چې په وژل شویو کې دوه ښځې او یو ماشوم هم شامل دي او د دې پېښې د دوو ټپیانو روغتیايي حالت «نازک» ښودل شوی دی.

د منابعو په وینا، د دې پېښې ډېری ټپیان د هرات د حوزوي روغتون په ارتوپیدي برخه کې بستر دي او دوه تنه یې په بېړنۍ (عاجل) څانګه کې دي.

د دې پېښې ځینو ټپیانو ویلي، ډېری هغه کسان چې د ډزو په ځای کې حاضر وو، د هېواد د اهل تشیع اتباع وو چې په دې سیمه کې د زیارت او لیدنې لپاره راغلي وو.

د پېښې د شاهدانو په وینا، څلورو وسله‌والو بریدګرو چې مخونه یې پټ وو او په دوو موټرسایکلونو سپاره وو، پرون جمعه د وري په ۲۱مه د ماسپښین په شاوخوا ۲ بجو په سیمه کې حاضر کسان ودرول. له هغه وروسته یې د هغوی ټولې ګاڼې، پیسې او موبایلونه ترې واخیستل.

شاهدان زیاتوي چې وسله‌والو کسانو وروسته ښځې او نارینه جلا کړل او پر ټولو یې ډزې وکړې. له ډزو وروسته بریدګر له سیمې وتښتېدل او قربانیان یو څه وخت وروسته د ځايي خلکو لخوا روغتون ته ولېږدول شول.

تر دې وړاندې په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي وو چې په دغه ولایت کې د دې خونړۍ پېښې په تړاو، د دوی د امنیتي ځواکونو لخوا یو «شکمن کس» نیول شوی دی.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، احمدالله متقي ویلي چې وسله‌والو کسانو پر هغو کسانو ډزې کړي چې د انجیل ولسوالۍ «ده‌مهري» کلي ته د ساتېرۍ لپاره تللي وو.

د هغه په وینا، دا پېښه پرون وروسته له غرمې د «سید محمد آقا» د زیارت په څنډه کې شوې ده. طالبانو ویلي چې د دې برید د نورو عاملانو د پېژندنې او نیولو لپاره هڅې روانې دي.

خو له بلې خوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر ملکیانو د دغو وسله‌والو ډزې تایید کړي او تر دې وړاندې یې ویلي وو چې په پېښه کې ۷ ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.