سیاست

د امریکا او ایران تاریخي مذاکرات نن په اسلام‌اباد کې پیلېږي

انځور- د ایران پلاوی چې اسلام اباد ته له متحده ایالاتو سره دمذاکراتو لپاره تللی

د امریکا او ایران ترمنځ د مخامخ خبرو لومړی پړاو نن په اسلام‌اباد کې په داسې حال کې پیلېږي چې د لبنان پر سر وروستیو جنجالونو نږدې دا تاریخي چانس له منځه وړی و. ایرانیان پر خپل دریځ په درېدو او ډیپلوماټیکو هڅو وتوانېدل چې خپل هغه شرط تر یو بریده پوره کړي چې په لبنان کې یې د بریدونو د بندولو لپاره ایښی و.

د ایران جګپوړی پلاوی د پارلمان د رئیس “باقر قالیباف” او بهرنیو چارو وزیر “عباس عراقچي” په مشرۍ نن سهار وختي اسلام‌اباد ته ورسېده، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار او پوځي مشر جنرال عاصم منیر یې هرکلي ته ورغلي وو.

بل لور ته د امریکا پلاوی د مرستیال ولسمشر “جي ډي ونس” په مشرۍ  هم اسلام‌اباد ته را رسېدونکی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوې تلویزیوني وینا کې دغه مذاکرات د سولې لپاره یو “طلایي چانس” وباله خو خبرداری یې ورکړ چې دا یو «حیاتي او ستونزمن» پړاو دی چې پایله به یې یا بشپړه سوله وي او یا هم د خبرو ماتې. ده له دواړو لورو وغوښتل چې له دې فرصت څخه د تلپاتې حل لپاره ګټه پورته کړي.

ایران په پیل کې مذاکراتو ته له کېناستو انکار وکړ او شرط یې کېښود چې اسرائیل باید په لبنان کې بریدونه ودروي او د ایران ۷ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني باید ازاده شي.

د راپورونو له مخې، په بیروت او ضاحیه سیمه کې د اسرائیلو بریدونه د یو څه وخت لپاره درېدلي، چې دې چارې ایراني پلاوی خبرو ته وهڅاوه.

که څه هم خبرې د ایران د ۱۰ ماده‌ييز وړاندیز پر بنسټ کېږي، خو واشنګټن به پر ایران فشار راوړي چې خپل اټومي پروګرام محدود او د یورانیمو بډاینه بنده کړي.

په مقابل کې ایران د ټولو بندیزونو لیرې کول، د خپلو اټومي حقونو په رسمیت پېژندل او په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ لپاره یو نوی چوکاټ غواړي.

دا له ۱۹۷۹ کال راهیسې د واشنګټن او تهران ترمنځ په دومره لوړه کچه لومړنۍ مخامخ خبرې دي.

شنونکي وايي که څه هم د باور نشتون لا هم شته، خو په اسلام‌اباد کې د دواړو لورو کېناستل پخپله یو لوی ډیپلوماټیک پرمختګ دی.