سیاست

د اسلام‌اباد تر خبرو وړاندې د واشنګټن او تهران اوربند له ننګونو سره مخ شوی

د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اونیز لنډمهالي اوربند په لړ کې نن یو ځل بیا د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته شوه، چې واشنګټن پر تهران د هرمز تنګي په اړه د کړیو ژمنو د ماتولو تور پورې کړ.

دغه ناندرۍ په داسې حال کې راپورته کېږي چې ټاکل شوې سبا شنبه په اسلام‌اباد کې د دواړو هېوادونو لوړپوړي استازي د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه د خبرو مېز ته کښېني.

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه پر خپله ټولنیزه شبکه په یو تند پیغام کې پر تهران نیوکه وکړه او ویې ویل چې ایران د تېلو د لېږد په اجازه ورکولو کې خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې دا هغه هوکړه نه وه چې دوی پرې سلا شوي وو او ټینګار یې وکړ چې د تېلو جریان به بېرته پیل شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې یوې کوچنۍ بېړۍ له دغه ستراتیژیک تنګي د تېرېدو اجازه موندلې، چې دې چارې په نړیواله کچه د انرژۍ بیې او عرضه له سخت بحران سره مخ کړې ده.

د روان اوربند په اړه یو بل لوی جنجال د لبنان موضوع ده؛ اسرائیل او امریکا وايي چې اوربند یوازې له ایران سره دی او لبنان نه رانغاړي، خو ایران او د مذاکراتو منځګړی پاکستان ټینګار کوي چې لبنان د دغې هوکړې اساسي برخه وه.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف چې د ایراني پلاوي مشري کوي، ویلي چې لبنان او د دوی نور متحدین له هر ډول هوکړې نه بېلېدونکې برخې دي.

تهران د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ۱۰ ماده‌ييز وړاندیز چمتو کړی چې پکې د یورانیمو د بډاینې حق، د بندیزونو لیرې کول او په لبنان کې د بریدونو ودرول شامل دي.

په داسې حال کې چې د ایران ستر رهبر ایت‌الله مجتبی خامنه‌يي د تېري کوونکو پر وړاندې د غچ اخیستنې او د زیانونو د تاوان غوښتلو خبره کوي، په اسلام‌اباد کې چارواکي د سبانۍ ناستې لپاره وروستي تیاریانې نیسي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم ویلي چې لبنان سره د سولې خبرو ته چمتو دی، خو په دې شرط چې حزب‌الله په بشپړ ډول بې‌وسلې شي.

نړیوال اوس د سبانۍ ورځې د اسلام‌اباد ناستې ته سترګې په لار دي، ترڅو څرګنده شي چې ایا ډیپلوماسي به د یوې لویې جګړې مخه ونیسي او که سیمه به یو بل ناورین ته ښکته شي.