اسرائیلو د چهارشنبې په ورځ پر لبنان تر ټولو درانه بریدونه ترسره کړل چې له امله یې په سلګونو کسان ووژل شول. دغو بریدونو د ایران غبرګون پارولی او تهران خبرداری ورکړی چې په داسې وضعیت کې له امریکا سره د دایمي سولې په تړاو خبرې کول “نامعقوله” برېښي.
د ایران د پارلمان مشر او جګپوړي مذاکره کوونکي، محمد باقر قالیباف دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې یوازې یوه ورځ وړاندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه اونیز اوربند اعلان کړی و.
که څه هم دواړو لورو د شنبې په ورځ په پاکستان کې د خبرو لپاره جلا جلا اجنډاوې وړاندې کړې، خو د لبنان بریدونو دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا دا اوربند به تر هغې ورځې دوام وکړي که نه.
قالیباف په یوه اعلامیه کې وویل چې اسرائیلو پر حزب الله د بریدونو په زیاتولو سره وار د مخه د اوربند شرایط مات کړي دي. هغه همداراز امریکا تورنه کړه چې د ایران د اټومي پروګرام د بشپړ بندولو په غوښتنه له هوکړې سرغړونه کوي.
قالیباف وویل: «په داسې یو حالت کې، دوه اړخیز اوربند یا مذاکرات بې مانا دي.»
بلخوا، امریکا او اسرائیلو ویلي چې دوه اونیز اوربند پر لبنان نه پلي کېږي. د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس په بوداپست کې خبریالانو ته وویل: «زه فکر کوم ایرانیانو داسې انګېرله چې اوربند لبنان هم شاملوي، خو داسې نه ده.»
د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم دواړه خواوې خورا لرې دي. ټرمپ ادعا کړې چې ایران د یورانیمو د غني کولو پر بندولو سلا شوی، خو قالیباف ټینګار کوي چې د اوربند د شرایطو له مخې دوی د غني کولو حق لري.
ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: «امریکا به له ایران سره په ګډه د ټولو هغو اټومي “خاورو” په کیندلو او لیرې کولو کار وکړي چې په ژورو کې پټې دي.»
که څه هم دواړو خواوو په پنځه اونیزه جګړه کې د بریا ادعا کړې، خو اصلي اختلافات لا هم پر ځای دي. سره له دې، نړیوالو بازارونو د اوربند هرکلی کړی او د تېلو بیه ۱۴ سلنه راکمه شوې چې نږدې ۹۵ ډالرو ته رسېدلې ده.
د چهارشنبې په ورځ د اسرائیلو په بریدونو کې په ټول لبنان کې ۲۵۴ کسان ووژل شول، چې یوازې ۹۱ یې په بیروت کې وو.حزب الله په ځواب کې پر شمالي اسرائیلو راکټي بریدونه کړي او دا یې د “اوربند له سرغړونو” وروسته غبرګون بللی دی.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر لبنان د اسرائیلو بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې لبنان باید خامخا په اوربند کې شامل وي.
د هرمز تنګی لا هم د هغو کښتیو پر مخ تړلی چې جواز نه لري. راپورونه وايي ایران د سعودي عربستان پر هغې نللیکې هم بریدونه کړي چې د هرمز تنګي د bypass کولو لپاره کارول کېده. کویټ، بحرین او متحده عربي اماراتو هم د توغندیزو بریدونو خبر ورکړی دی.
سره له دې چې ټرمپ او نتانیاهو د فبرورۍ په ۲۸مه دا جګړه د ایران د اټومي پروګرام د ختمولو او د رژیم د پرځولو په موخه پیل کړې وه، خو د ایران مذهبي مشرتابه د دې ستر برید پر وړاندې مقاومت کړی او د داخلي پاشل کېدو هیڅ نښې نه لیدل کېږي.
که څه هم په تهران کې خلکو د اوربند له امله جشنونه وکړل، خو لا هم وېره شته چې دا سوله به دوام ونه کړي.
