د «وضعیت خونې» د ناستو سلسله کې، ولسمشر ټرمپ خپلې غریزې د مرستیال ولسمشر د ژورو اندېښنو او د استخباراتو د بدبینانه اټکلونو پر وړاندې وسنجولې. دلته د هغه برخلیک ټاکونکې پرېکړې دننی روایت راغلی چې څنګه نیول شوې وه.
هغه تور رنګه موټر چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو یې لېږدوه، د فبرورۍ په ۱۱مه پوره ۱۱ بجې سپینې ماڼۍ ته ورسېد. د اسرائیلو مشر چې میاشتې میاشتې یې فشار راوړی و څو امریکا پر ایران د یوه لوی برید اجازه ورکړي، له خبریالانو لرې دننه یووړل شو؛ هغه د خپل اوږد مسلکي ژوند تر ټولو حساسې شېبې ته چمتو و.
امریکايي او اسرائیلي چارواکي لومړی د «کابینې خونې» ته لاړل، خو بیا نتانیاهو د اصلي پیښې لپاره لاندې پوړ ته ښکته شو: د سپینې ماڼۍ په “وضعیت خونه” کې ټرمپ او د هغه ټیم ته د ایران په اړه یو خورا محرم پریزنټیشن وړاندې کوه. دا هغه ځای دی چې له بهرنیو مشرانو سره د مخامخ لیدنو لپاره ډېر کم کارول کېږي.
ټرمپ په خپله تلپاتې چوکۍ کې نه، بلکې د میز یوې غاړې ته د هغو لویو سکرینونو مخې ته کښېناست چې پر دېوال لګول شوي وو.
نتانیاهو د میز بلې غاړې ته، کټ مټ د ولسمشر مخې ته و. د هغه تر شا پر سکرین د موساد مشر ډیویډ بارنئا او پوځي چارواکي ښکارېدل؛ دا تصویر داسې جوړ شوی و چې یو جنګي مشر د خپلو متخصصینو په منځ کې وښودل شي.
سوزي وایلز د میز په لیرې څنډه کې، مارکو روبیو په خپله تلپاتې چوکۍ کې، پیت هګست او جنرال ډن کین د میز یوې غاړې ته او د سي آی اې مشر جان رتکلیف هم ورسره و. جرد کوشنر او سټیو ویتکاف دا ډله بشپړه کړه.
دا ناسته په قصدي ډول کوچنۍ ساتل شوې وه چې معلومات ترې ونه وځي. نور وزیران هم نه وو خبر او مرستیال ولسمشر جې ډي ونس په اذربایجان کې و، ځکه دا غونډه په دومره بیړه تنظیم شوې وه چې هغه په وخت نشو رارسېدی.
نتانیاهو په یوه ساعت کې استدلال وکړ چې ایران د رژیم بدلون ته چمتو دی او ادعا یې وکړه چې د امریکا او اسرائیلو ګډ عملیات به د تل لپاره د ایران مذهبي حکومت پای ته ورسوي. هغوی ټرمپ ته یوه لنډه ویډیو وښودله چې پکې د ایران راتلونکي احتمالي مشران ښودل شوي وو، چې په منځ کې یې رضا پهلوي هم و.
اسرائیلو د داسې بریا وړاندوینه وکړه چې نږدې ۱۰۰ سلنه ډاډمنه وه: د توغندیو پروګرام به په څو اونیو کې له منځه لاړ شي، رژیم به دومره کمزوری شي چې د هرمز تنګی به ونه شي تړلی او د امریکايي ګټو د زیانمنېدو چانس به خورا کم وي.
هغوی وویل چې سخت بمبار او د موساد په مرسته پاڅونونه به د حکومت د نړېدو لامل شي. ټرمپ ورته وویل: «دا ماته ښه ښکاري.» دا د نتانیاهو لپاره د برید شین څراغ و.
نتانیاهو یوازنی څوک نه و چې په دې فکر له خونې ووت چې ټرمپ خپله پرېکړه کړې؛ مشاورینو یې هم لیدل چې هغه د اسرائیلو د پوځي او استخباراتي وعدو تر اغېز لاندې راغلی و.
تر دې وړاندې نتانیاهو هڅه کړې وه چې د امریکایانو پام د ۸۶ کلن ایت الله خامنهیي پر خطر متمرکز کړي. کله چې له هغه د خطرونو په اړه وپوښتل شول، هغه ومنل خو ویې ویل چې د اقدام نه کولو خطر د اقدام تر کولو ډېر دی.
ټولو په خونه کې دا درک کوله چې ایران د توغندیو او ډرونونو جوړولو وړتیا په ډېره ارزانه بیه او چټکتیا سره لري. د نتانیاهو خبرو د امریکا استخباراتو ته عاجله دنده وسپارله چې دا ادعاوې وڅېړي.
«مسخره»
د امریکايي استخباراتو د تحلیل پایلې بله ورځ د فبرورۍ په ۱۲مه په وضعیت خونه کې شریکې شوې. جان رتکلیف ټرمپ ته وویل چې د نتانیاهو د طرحې لومړۍ دوه برخې (د مشرانو وژل او د ځواک فلجول) ممکن دي، خو پاتې دوه برخې (ولسي پاڅون او د رژیم بدلون) له واقعیت لیرې دي. رتکلیف د رژیم د بدلون لپاره د «مسخره» کلمه وکاروله. مارکو روبیو وویل: «په بل عبارت، دا چټیات دي.»
جې ډي ونس او نورو هم د رژیم د بدلون په اړه خپله ژوره بې باوري وښودله. کله چې ټرمپ له جنرال کین څخه نظر وپوښت، هغه وویل چې دا د اسرائیلو پخوانی عادت دی چې خپل پلانونه تر حد ډېر لوړ پلوري ځکه زموږ مرستې ته اړتیا لري.
ټرمپ وویل چې د رژیم بدلون د هغوی خپله ستونزه ده، خو هغه لا هم د ایران د مشرانو په وژلو او د پوځ په له منځه وړلو کې لېواله و.
جنرال کین، چې ټرمپ ورته د «رایه اچوونکي کین» په سترګه کتل، که څه هم وفادار و، خو د جګړې په اړه یې جدي اندېښنې لرلې.
هغه خبرداری ورکړ چې دا جګړه به د امریکا د وسلو زیرمې، په ځانګړي ډول د توغندیو ضد سیسټمونه، چې وار د مخه د اوکراین او اسرائیلو له امله کم شوي وو، تش کړي.
هغه د هرمز تنګي د ساتنې سختۍ هم تکرار کړې، خو ټرمپ فکر کاوه چې جګړه به ډېره چټکه وي. د جنرال کین رول دلته د پوځي مشورې او ولسمشریزې پرېکړې تر منځ یو کلاسيک ټکر و. هغه تل پوښتنه کوله: «بیا به څه کېږي؟» خو ټرمپ یوازې هغه څه اورېدل چې غوښتل یې ویې اوري.
جګړهغوښتونکی ټرمپ
که څه هم پر نتانیاهو ډېر بې باوره وو، خو د ایران په اړه د هغه لیدلوری ټرمپ ته ډېر نږدې و. ټرمپ ایران یو ځانګړی خطرناک دښمن باله. هغه غوښتل لومړنی ولسمشر وي چې په تېرو ۴۷ کلونو کې د ایران رژیم چپه کوي.
بل انګېزه دا وه چې ایران د قاسم سلیماني د غچ اخیستو لپاره د ټرمپ د وژلو هڅه کړې وه. ټرمپ چې په دویم ځل واک ته راغلی و، پر خپل پوځي ځواک یې باور ډېر شوی و، په ځانګړي ډول د وینزویلا د مشر نیکولاس مادورو د نیولو له عملیاتو وروسته.
په کابینه کې پیت هګست د جګړې تر ټولو لوی ملاتړی و. روبیو زړه نازړه و خو مخالفت یې ونه کړ. سوزي وایلز د تېلو د بیو او د ټاکنو په اړه اندېښنه لرله خو په پای کې له عملیاتو سره ملګرې شوه.
شکمن ونس
مرستیال ولسمشر جې ډي ونس تر هر چا زیات د جګړې مخالف و. هغه دا د “سرچینو ضایع کول” بلل. نوموړي ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې دا به سیمه ګډوډه کړي او د هغو رایه ورکوونکو له نظره به خیانت وي چې د جګړې د نه کولو په هیله یې ورته رایه ورکړې.
ونس د مهماتو د کمښت په اړه هم اندېښنه لرله او فکر یې کاوه چې ایران به د خپلې بقا لپاره داسې غبرګون وښيي چې وړاندوینه یې ناشونې ده.
ټاکر کارلسن هم څو ځله ټرمپ ته خبرداری ورکړی و چې جګړه به یې ولسمشرۍ ته د پای ټکی کېږدي، خو ټرمپ ورته په ډاډه زړه ویلي وو چې هر څه به سم شي.
د فبرورۍ په وروستیو کې، امریکایانو او اسرائیلیانو داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړل چې جګړه یې نږدې کړه: ایت الله خامنهیي په روښانه ورځ له نورو مشرانو سره ګوري.
دا د برید لپاره یو طلایي چانس و. ټرمپ ایران ته یو وروستی فرصت ورکړ چې اټومي هوکړې ته غاړه کېږدي، خو ایراني چارواکو د کوشنر او ویتکاف وړاندیزونه رد کړل.
فکر کوم باید دا کار وکړو
د پنجشنبې په ورځ، د فبرورۍ په ۲۶مه مازدیګر ۵ بجې وروستۍ ناسته پیل شوه. ټرمپ د میز په سر کې ناست و. جې ډي ونس ورته وویل: «ته پوهېږې چې زه دا بده مفکوره بولم، خو که یې کوې، زه دې ملاتړ کوم.» سوزي وایلز هم وویل که دا د ملي امنیت لپاره اړینه ده، باید وشي.
رتکلیف وویل چې د مشرانو وژل ممکن دي. مارکو روبیو وویل که هدف د توغندیو د پروګرام تباه کول وي، دا د رسېدو وړ هدف دی.
ټولو د ولسمشر غریزې ته سر ټیټ کړ. ټرمپ وویل: «فکر کوم باید دا کار وکړو.» هغه غوښتل ډاډمن شي چې ایران اټومي وسله او د توغندیو ځواک ونه لري.
بله ورځ له غرمې وروسته، په ولسمشریزه الوتکه کې، د جنرال کین له ټاکلي وخت څخه ۲۲ دقیقې وړاندې، ټرمپ دا امر صادر کړ: «د “لوی قهر” عملیات تایید شول. هیڅ شاته تګ نشته. بریا مو غواړم.»
