افغانستان

ننګرهار کې د یوه خوګ په برید کې یو ماشوم مړ شو

انځور په ننګرهار کې د وژل شوي خوګ چې برید یې کړی و

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یوه خوګ په برید کې یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دی.

ننګرهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وایي ، تیر مازیګر شاوخوا ۳ بجې د اچین ولسوالۍ د «باندر زري» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، یاد ځناور پر یوه ماشوم او یو بل کس برید کړی او دواړه یې سخت ټپیان کړي وو.

سیمه کې د طالبانو امنیتي سرتېرو پر ځناور ډزې کړي او هغه یې له منځه وړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي ټپیان سمدستي روغتون ته انتقال شوي، خو ماشوم په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې او مړ شوی دی. د بل ټپي کس روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.