د ایټالیا د دفاع وزیر، ګویډو کروسټو خبرداری ورکړی چې د ایران جګړې د امریکا نړیوال مشرتابه تر پوښتنې لاندې راوستی. نوموړي د اټومي وسلو د کارولو د احتمالي “لیونتوب” په اړه هم سخته اندېښنه ښودلې ده.
ایټالیا چې د ناټو یو له هغو متحدینو څخه ده چې پر ایران د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بریدونو سره همغږې نه ده، تېره اونۍ امریکايي پوځي الوتکو ته اجازه ورنه کړه چې د منځني ختیځ په لور د تګ پر مهال په سیسلي کې د «سیګونیلا» په هوايي اډه کې ښکته شي.
کروسټو له ایټالوي ورځپاڼې (Corriere della Sera) سره په مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، وویل: «دا جګړه د امریکا نړیوال مشرتابه له خطر سره مخ کوي.»
نوموړي چې د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني نږدې متحد دی او له ټرمپ سره هم ښې اړیکې لري، وېره څرګنده کړه چې دا شخړه لا بد پړاو ته لاړه نه شي.
هغه په ۱۹۴۵ کال کې د امریکا لخوا د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي اټومي بریدونو ته په اشارې سره وویل: «فکر وکړئ، زموږ په څېر انسانانو پرېکړه کړې وه چې حتی هیروشیما او ناګاساکي هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منلو وړ وسیلې دي. له بده مرغه موږ لا هم اټومي وسلې لرو او هغه چې نه یې لري، د ترلاسه کولو هڅه یې کوي. موږ هیڅ نه دي زده کړي.»
د ایټالیا دفاع وزیر زیاته کړه: «خطر لیونتوب دی او هغه څه چې موږ یې اوس تجربه کوو، یوه داسې شخړه ده چې هر اقدام پکې په لوړه کچه بل غبرګون پاروي.»
هغه پر ټرمپ نیوکه وکړه او ویې ویل چې نوموړی باید ډېر زړور سلاکاران ولري: «د دې ولسمشرۍ یوه ستونزه دا ده چې هیڅوک جرئت نه کوي د خپل مشر (ټرمپ) له خبرې سره مخالفت وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیا لومړۍ وزیرې، جورجیا میلوني په وروستیو کې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر کړی ترڅو د خلیج د هغو هیوادونو ملاتړ وکړي چې د ایران له بریدونو سره مخ دي او د انرژۍ سرچینې یې خوندي کړي.
