د سې شنبې په ورځ د لکي مروت ولسوالۍ په شهبازخېل سیمه کې د پولیسو پر یوې ګزمې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې د یوه افسر په ګډون ۵ پولیس ټپیان شوي دي.
د لکي مروت د پولیسو ویاند قدرت الله تایید کړې چې دا برید د پېښور-کراچۍ په انډس لویه لاره باندې په داسې حال کې شوی چې د پولیسو موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې و.
د پولیسو په وینا، وسله والو په یوه موټرسایکل کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او د سړک غاړې ته یې درولی و، چې د پولیسو د ګزمې پر مهال یې ورته چاودنه ورکړه.
په دې پېښه کې یو ای ایس اي (ASI) او څلور پولیس سرتېري ټپیان شوي او د هغوی رینجر موټر ته هم سخت زیان اوښتی دی. ټپیان سمدستي د درملنې لپاره د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
پاکستاني رسنیو تر وړاندې د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د یوې درنې چاودنې او ورپسې د ډزو خبر ورکړی دی.
ځايي سرچینو ویلي چې له چاودنې وروسته په سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ سخته نښته پیل شوې چې لا هم دوام لري.
تر اوسه د دې پېښې د مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه دي شریک شوي، خو سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو پاکستاني چارواکو ویلي چې پر افغانستان د دوی د پوځې بریدونو سره په دې هیواد کې د نا امنۍ پېښې ۳۵سلنه کمې شوې دي.
.
