په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې لا هم ناچاودېدلي توکي د خلکو ژوند اخلي او هره میاشت په اوسط ډول ۵۰ تنه په دغو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، بوږنوونکې لا دا ده چې د دې مرګژوبلې ۸۰ سلنه قربانیان یوازې ماشومان جوړوي.
یوناما زیاتوي چې افغانستان په نړیواله کچه درېیم هېواد دی چې د چاودېدونکو توکو له امله پکې تر ټولو زیاته مرګژوبله اوړي.
د یوناما د ماین پاکۍ برخې مشر نیک پاند په دې اړه ویلي چې ۹۰ سلنه دا ډول پېښې د هغو مهماتو او ماینونو له امله رامنځته کېږي چې له تېرو جګړو څخه په پخوانیو پوځي اډو او حتی د ښارونو په زړه کې پاتې دي.
هغه ټینګار کړی چې د دې خونړیو سیمو د پاکولو لپاره بېړنۍ بودیجې ته اړتیا ده ترڅو افغان کورنۍ وکولی شي له وېرې پرته خپل عادي ژوند او معیشت بېرته ورغوي.
