لویدیځه اسیا

پزشکیان: نړۍ دې قضاوت وکړي چې څوک خبرې غواړي او څوک ترهګري؟

انځور- د ایران ولسمشر پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل امریکایي سیال وروستیو څرګندونو ته په مستقیم غبرګون کې، د یوه ستر ملت د ګواښلو خطرونو ته اشاره وکړه او د غلطو کړنو پر وړاندې یې د چوپتیا د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

ولسمشر پزشکیان د جمعې په ورځ په خپله اېکس (X) پاڼه کې د ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته توند غبرګون وښود او هغه یې نه یوازې له اخلاقي پلوه د منلو نه وړ وبلل، بلکې د نړیوالو قوانینو څخه یوه جدي سرغړونه یې هم وګڼله.

د ایران ولسمشر په خپلودې تازه څرګندونو کې پر امریکا سخت برید کړی او ویلي یې دي چې واشنګټن له یوې خوا د مذاکراتو نغارې وهي خو له بلې خوا په عمل کې ترهګریز بریدونه کوي.

هغه د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې وګوري کوم لوری په رښتیا خبرو ته ژمن دی او کوم یو په ښکاره ترهګري کوي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه زیاته کړې چې دقیق په هغه وخت کې چې ما د امریکا ولس ته یو پرانیستی لیک استولی و، زموږ د ستراتیژیکې شورا د مشر پر کورنۍ برید وشو او د هغه بې‌ګناه مېرمن پکې ووژل شوه.

د ایران ولسمشر د پوښتنې په توګه مطرح کړې ایا د یوه بشپړ ملت د ډبرینې دورې (Stone Age) ته د بېرته ستنولو ګواښ له یوه پراخ جنګي جنایت پرته بل څه کېدای شي؟

د امریکا ولسمسر ملت ته په خپله وروستۍ وینا کې وویل «که ایران سمدستي زموږ شرایط ونه مني او خپلو بریدونو ته د پای ټکی کېنږدي، موږ به داسې بې‌ساري نظامي ځواک وکاروو چې دا هېواد به بېرته ‘ډبرینې دورې’ (Stone Age) ته وګرځوي».

هغه زیاته کړه «موږ به د هغوی ټول بنسټونه، انرژي او نظامي وړتیاوې داسې تباه کړو چې بیا به تر لسیزو پورې د سر پورته کولو جوګه نه وي.»

د ایران ولسمشر نړۍ د خبرداري په توګه یادونه وکړه چې «تاریخ له داسې کسانو ډک دی چې د مجرمینو پر وړاندې د چوپتیا له امله یې درنه بیه تادیه کړې ده.”

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې ایران د امریکا د ۴۸ ساعته لنډمهاله اوربند وړاندیز هم رد کړی او هغه یې بې‌مانه بللی دی.

امریکا او اسرائیلي رژیم د فبرورۍ په ۲۸مه د اسلامي انقلاب د رهبر ایت الله سید علي خامنه اي او یو شمېر جګپوړو پوځي قومندانانو او ملکي وګړو له ترور وروسته پر ایران پراخ نظامي بریدونه پیل کړل. په دغو بریدونو کې په ټول ایران کې پوځي او ملکي اهداف په نښه شوي چې درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

په ځواب کې، د ایران وسله‌والو ځواکونو هم غبرګوني عملیات ترسره کړي او په نیول شویو سیمو او سیمه‌ییزو اډو کې یې د امریکایي او اسرائیلي پوستو په نښه کولو لپاره له توغندیو او ډرون الوتکو کار اخیستی دی.