ورزش

ننګرهار کې د ووینام ملي سیالۍ د کابل په بریا پایته ورسېدې

ننګرهار کې د هېواد په کچه د ووینام منتخبې ملي سیالۍ د کابل ولایت په بریا پایته ورسیدې.

یادې سیالۍ تېره دوشنبه پیل شوې وې او په کې د هېواد په کچه  لسو ولایتونو ګډون کړی وو، چې په دې منځ کې کابل، بغلان، لوګر، سمنګان، کندز، پروان، فراه، هرات، پکتیا او ننګرهار شامل دي.

مسوولین وایي له یادو ولایتونو شاوخوا ۱۳۰ ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د ننګرهار د بدني روزنې او المپيک ریاست لپاره د طالبانو رییس عبدالسلام وزیروال وایي، یادې سیالۍ په درې برخو کې تن په تن، فورم سیالۍ او د وسلې دفاعي ټیم په شکل ترسره شوې.

مسوولین زیاتوي، چې په دې سیالیو کې مخکښ لوبغاړي به د ووینام ملي لوبدلې ته ور وپېژني.

ووینام د ویتنام لرغونې سیالۍ دي، چې کانګو ته ورته دي او په کې د سوک وهنې ترڅنګ د تورې وهل هم شامل دي.