د طالبانو له خوا د خلکو د بدني مجازاتو په دوام، په نیمروز، غور او بلخ ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۹ تنه د «پلار وهلو، نامشروع اړیکو، غلا، لواطت او اخلاقي فساد» په تور په درو ووهل شول.
د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې دوی دغه هر یو کس له ۱۰ څخه تر ۳۹ ضربو پورې په درو وهلی او له پنځو میاشتو څخه تر اتو کلونو پورې په زندان محکوم کړي دي.
د طالبانو د خبرپاڼو له مخې، دغه کسان د طالبانو د ادارې د سترې محکمې له تایید وروسته د دوی د سیمهییزو چارواکو په شتون کې مجازات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د سترې محکمې له رسمي اعلانونو څخه د آمو ټلویزیون موندنې ښيي چې په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې، د طالبانو له خوا پر ۱۱۸۶ تنو د درو وهلو حکم پلی شوی دی.
په دې شمېرو کې د دغه کال د چنګاښ (سرطان) میاشتې وروستۍ ۱۲ ورځې شاملې نه دي.
پر هېوادوالو د طالبانو د درو وهلو حکم په کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، خوست، بدخشان، غور، پکتیا، پکتیکا، فاریاب، لغمان، کاپیسا، پروان، اروزګان، زابل، کونړ، میدان وردګ، غزني، کندوز، بغلان، تخار، بادغیس، فراه، نیمروز، لوګر، جوزجان، هلمند، سرپل، دایکندي او بامیان ولایتونو کې عملي شوی دی.
د طالبانو د محکمې د رسمي شمېرو له مخې، یوازې د دغه کال په وروستیو اتو میاشتو کې نږدې ۱۰۰ ښځې د طالبانو له خوا په درو وهل شوې دي چې ډېری یې د خلکو د سترګو پر وړاندې وې.
له دې سره سره، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د څلورو ولایتونو اوسېدونکي د طالبانو له خوا د قصاص شاهدان وو.
لکه څنګه چې په وروستۍ پېښه کې یو تن د خوست په ورزشي لوبغالي کې د خلکو په وړاندې قصاص شو.
د دغه کس د قصاص نندارې لپاره د ماشومانو په ګډون د خوست په زرګونو اوسېدونکي د دغه ولایت ورزشي لوبغالي ته تللي وو.
پر دې سربېره، په ۱۴۰۴ کال کې درې تنه په بادغیس ولایت کې، یو تن په فراه ولایت کې او یو بل تن په نیمروز ولایت کې قصاص شول.
په ورته وخت کې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د طالبانو د نظام پر ضد تبلیغ هم جرم وګڼل شو او طالبانو په کاپیسا ولایت کې یو تن په همدې تور ۳۹ درې وواهه او هغه یې په یو کال او ۶ میاشتې زندان هم محکوم کړ.
