د طالبانو د اقتصاد وزیر، دین محمد حنیف په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفترونو او کورنیو او بهرنیو موسسو له مسوولینو سره د همغږۍ په یوه ناسته کې وویل، چې د پاکستان د بریدونو له پیله تر اوسه ۲۷۳۴۴ کورنۍ بېځایه شوې دي.
د هغه په وینا، دغو کورنیو په ۹ ولایتونو، په ځانګړې توګه نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار کې خپل کورونه پرېښي دي.
د طالبانو دغه وزیر د ملګرو ملتونو د دفترونو له مسوولینو او مرستندویه موسسو وغوښتل چې له بېځایه شویو کورنیو سره عاجلې مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان پلاوو له پرون راهیسې د چین په ارومچي کې د کړکېچ د کمولو او سولې لپاره مذاکرات پیل کړي دي.
دوه پاکستاني چارواکي چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، اسوشیتد پرس ته ویلي چې دا مذاکرات به لا هم دوام ولري؛ خو په دغو خبرو کې د بحث شویو مواردو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
