سیاست

پاکستان: د مذاکراتو د «واقعي پرمختګ» مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی

انځور- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر انداربي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې چین ته د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د دغه هېواد د پلاوي لېږل تایید کړل او ویې ویل چې د دې مذاکراتو «واقعي پرمختګ» اوس د طالبانو پر غاړه دی.

طاهر انداربي د چین د خبرو اترو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دا اقدام «د پاکستان د هغه تلپاتې دریځ او پخواني چلند په چوکاټ کې شوی چې د یوې معتبرې پروسې ملاتړ کوي ترڅو د پولې دننه او هاخوا د خوندي پناه ځایونو په وړاندې له یوې تلپاتې حل لارې سره مرسته وکړي او د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ مخنیوی وکړي.»

هغه زیاته کړه: «په دې خبرو کې زموږ ګډون، زموږ پر اصلي اندېښنو بیا ټینګار دی. په هر صورت، د دې پروسې د واقعي پرمختګ مسوولیت د افغانستان پر غاړه دی؛ هغه هېواد چې باید د هغو ترهګرو ډلو په وړاندې د لید او تایید وړ ګامونه پورته کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.»

پاکستان تل له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخنیوی وکړي.

طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي شتون او فعالیت رد کړی دی، خو د ملګرو ملتونو یوې څارونکې ډلې ویلي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالي لري.

د طالبانو او پاکستان پلاوو له پرون راهیسې د چین په ارومچي کې د کړکېچ د کمولو او سولې لپاره مذاکرات پیل کړي دي.

د حریت راډیو په نوم طالبانو ته یوې نږدې رسنۍ راپور ورکړی چې په چین کې له پاکستاني پلاوي سره په خبرو کې د طالبانو یو پنځه کسیز پلاوی ګډون لري.

د دغه راپور پر بنسټ، په دغه پلاوي کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه محب‌الله وثیق او عبدالحی قانت شامل دي.

دغه راز د کورنیو چارو وزارت څخه عارف‌الله، د دفاع وزارت څخه روح‌الله عمر او د استخباراتو ریاست څخه یحیی تکل هم په دې پلاوي کې شتون لري.

دا مذاکرات په داسې حال کې کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ د نښتو پنځمه اونۍ پیل شوې ده.

دا کړکېچونه د فبرورۍ په ۲۶مه پیل شول چې په کې پر فرضي کرښه ډزې او د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه شامل وو.

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د دې نښتو په لومړیو دوو اونیو کې د افغانستان په ختیځ کې تر ۷۶ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

پاکستان وايي، عملیات یې هغه وسله‌والې ډلې په نښه کوي چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان.

طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

د کړکېچ د کمولو هڅو تر اوسه محدوده پایله درلوده. ورته خبرې چې تېر کال په استانبول، دوحه او سعودي عربستان کې وشوې، د کړکېچ د کمولو لپاره د کوم باثباته چوکاټ د رامنځته کېدو لامل نه شوې.

د چهارشنبې په ورځ د دغو خبرو له پیل سره هممهاله، په کونړ کې طالب چارواکو د دغه ولایت پر ځینو برخو د پاکستان د توغندیزو بریدونو خبر ورکړ.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې، په دغه برید کې یو تن وژل شوی او پنځه نور، چې څلور یې ماشومان دي، ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې په پېښور کې د «سولې ګډه جرګه» په نوم یوه ناسته وشوه چې په کې د اوربند او د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وشوه، خو د باوري سرچینو په وینا، په دې ناسته کې له افغانستان څخه هیڅ استازي ګډون نه درلود.