د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو بنسټ په خپل میاشتني راپور کې ویلي، پر افغانستان د دغه هېواد د پوځي بریدونو سره هممهاله، په پاکستان کې د امنیتي پېښو له امله د جګړې تلفات ۳۵ سلنه کم شوي دي.
د دغه بنسټ د میاشتنیو شمېرو له مخې، په مارچ میاشت کې په امنیتي پېښو او نښتو کې ټولټال ۳۳۱ کسان وژل شوي؛ په داسې حال کې چې تر دې یوه میاشت وړاندې (فبروري) کې ۵۰۶ کسان وژل شوي وو.
په راپور کې راغلي چې د انساني تلفاتو دا کمښت د پاکستان د هاخوا بریدونو او «غضب للحقعملیاتو» سره هممهاله و، چې د فبرورۍ په وروستۍ اونۍ کې پیل شول او د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې یې د “ترهګرو” مرکزونه په نښه کړل.
خو طالبانو تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د پاکستاني پوځيانو په بریدونو کې ډېری «کورونه، ملکي ځایونه او ملکي وګړي» په نښه شوي دي.
په ورته وخت کې د آمو یو راپور ښيي چې پاکستاني جنګي الوتکو د مارچ په ۱۶مه په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې یو مرکز چې «امید» نومېده، په نښه کړ چې د سرچینو په وینا، لږترلږه ۲۰۰ کسان پکې ووژل شول.
طالبانو په دغه مرکز کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰۰ او د ټپیانو شمېر تر ۲۵۰ ډېر ښودلی دی.
د بشري حقونو څار بنسټ (Human Rights Watch) په کابل کې پر امید مرکز د پاکستان د هوايي برید په اړه د خپلو څېړنو په خپرولو سره دا برید «نا قانونه» وباله او ویې ویل چې ښايي دا پېښه د «جنګي جرم» په توګه وګڼل شي.
خو د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو بنسټ پر افغانستان د بریدونو په اړه ویلي: «وخت ښيي چې دا عملیات ښايي د ملیشو د ظرفیت په ګډوډولو او د بریدونو د وژونکي ځواک په کمولو کې رول ولري.»
په راپور کې دا هم راغلي چې د دې بریدونو په ځواب کې، د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، جماعت الاحرار او اتحاد المجاهدین – چې د حافظ ګل بهادر ډلې، لشکر اسلام او د پاکستان د اسلامي انقلاب ډلې یو پراخ ایتلاف دی – د پاکستان پر ضد د بریدونو د سختولو خبر ورکړی دی.
خو دغه بنسټ ټینګار کړی: «د ملیشو د فعالیتونو له زیاتوالي سره سره، ټولیز اغېز یې نسبتاً محدود دی، لکه څنګه چې د تلفاتو په سخت کمښت کې منعکس شوی دی.»
د دې ادارې لخوا راټولې شوې شمېرې ښيي چې په مارچ میاشت کې په پاکستان کې د ملکي وګړو تلفات ۳۹ تنه وو؛ په داسې حال کې چې دا شمېره په فبروري کې ۱۳۲ تنه وه، چې ۷۰ سلنه کمښت ښيي.
دغه راز په پاکستان کې د ټپیانو شمېر هم ۳۷ سلنه کم شوی دی؛ په مارچ کې ۲۱۰ تنه ټپیان شوي، په داسې حال کې چې په فبروري کې دا شمېره ۳۳۳ تنه وه.
د دغه بنسټ په وینا، په دې میاشت کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د ټپیانو شمېر ۴۸ تنو ته رسېدلی، چې په فبروري کې ۵۰ تنه و.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو په وار وار طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې ته په پناه ورکولو تورن کړي؛ هغه تور چې طالب چارواکي یې ردوي.
په وروستیو میاشتو کې فرضي کرښې ته څېرمه تاوتریخوالی زیات شوی او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د لسګونو ملکي وګړو د وژل کېدو او سلګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
یاد سازمان له بهرنیو هېوادونو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو ځواب ویونکی اوسي.
