باوري سرچینو آمو ته ویلي چې ټاکل شوې نن چهارشنبه د وري ۱۲مه، د طالبانو او پاکستان پلاوي په چین کې د کړکېچ کمولو په موخه مذاکرات پیل کړي.
د سرچینو په وینا، دا مذاکرات به د چین د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب د دغه هېواد په ارومچي ښار کې ترسره شي.
تمه کېږي چې په دې مذاکراتو کې د دواړو لوریو استازي ګډون وکړي؛ خو په دغو مذاکراتو کې د پلاوو شتون تر اوسه نه دی تایید شوی.
طالبانو هم تر اوسه نه دي تایید کړي چې د دوی د پلاوي په چوکاټ کې به څوک په دې مذاکراتو کې برخه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په پېښور کې هم د «افغانستان او پاکستان د سولې ګډه جرګه» تر عنوان لاندې یوه ناسته وشوه، چې پکې د خیبر پښتونخوا او شاوخوا سیمو یو شمېر قومي مشرانو، د پارلمان استازو، مدني فعالانو، خبریالانو او سوداګرو ګډون کړی و.
خو له دغې جرګې څخه سرچینو آمو ته وویل چې په هغې کې له افغانستان څخه هیڅ چا ګډون نه درلود.
د سرچینو په وینا، دغه جرګه یوازې د څلورو ساعتونو لپاره او په ځانګړې توګه پر خیبر پښتونخوا ایالت په تمرکز سره جوړه شوې وه او پرون د سې شنبې په مازدیګر د وري په ۱۱مه پای ته ورسېده.
د دې جرګې ګډونوالو د اوربند د ټینګښت او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
له دې سره سره، پر افغانستان د کابل په ګډون د پاکستان نښتې او هوايي بریدونه پنځمې اونۍ ته داخل شوي دي.
پاکستان ادعا کوي چې دا بریدونه د هغه څه د “ریښې ایستلو” لپاره کړي چې د دغه هېواد چارواکو “تروریزم” بللی؛ خو طالبانو د ټيټيپي په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ رد کړی دی.
