د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت ویلي چې افغانستان لا هم د پناه غوښتنې له نظره د «لوړ خطر» لرونکو هېوادونو په لېست کې پاتې دی او وګړي به یې د خپلو غوښتنلیکونو د څېړلو په بهیر کې له سختو محدودیتونو سره مخ وي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې، دغه وزارت په عین حال کې ویلي چې د پناه غوښتنې پر ځینو غوښتنلیکونو لګول شوي محدودیتونه یې کم کړي، خو ټینګار یې کړی چې سختدریځه امنیتي پالیسۍ، په ځانګړي ډول د هغه هېوادونو په وړاندې چې د څېړنې لپاره کافي معلومات نه وړاندې کوي، پرته له بدلون څخه پاتې کېږي.
د دغې پرېکړې پر بنسټ، د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د هغه پناه غوښتونکو د دوسیو د څېړلو تعلیق لغوه کړی چې له «کم خطر» لرونکو هېوادونو څخه دي او په بشپړ ډول فلټر (Screening) شوي دي.
د دې ګام هدف پر هغو دوسیو د سرچینو ډېر تمرکز ښودل شوی چې د ملي امنیت او عامه خوندیتوب له نظره حساسې ارزول کېږي.
دا بدلونونه وروسته له هغه مطرح کېږي چې د تېر کال په نومبر میاشت کې په واشنګټن کې یو افغان پناه غوښتونکی د ملي ګارډ د یوه سرتېري په وژلو او د بل کس په ټپي کولو تورن شو؛ هغه پېښه چې لامل شوه د ډونالډ ټرمپ اداره د کډوالو او پناه غوښتونکو په وړاندې سختې پالیسۍ پلې کړي.
د کورني امنیت وزارت یوه ویاند ویلي چې د ټولو غوښتونکو د «اعظمي څېړنې او سکرینینګ» بهیر لا هم دوام لري او د «لوړ خطر» لرونکو هېوادونو پر وړاندې په محدودیتونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
په ورته وخت کې، دغه وزارت خبرداری ورکړی چې د استوګنې یا تابعیت د غوښتنلیکونو په څېړنه کې هر ډول خلا کولی شي عامه امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کړي او د متحده ایالاتو د کډوالۍ سیسټم یووالی له خطر سره مخ کړي.
راپورونه ښيي چې دا بدلونونه به احتمالاً د کډوالۍ پر عمومي وضعیت محدود اغېز ولري، خو کولی شي د ځینو غوښتونکو لپاره د پناه غوښتنې د دوسیو د څېړلو بهیر اسانه کړي.
