د لیتوانیا سرحدي چارواکو ویلي چې د یو شمېر افغان وګړو په ګډون یې ۳۴ تنه نا قانونه کډوال هغه مهال نیولي چې د بیلاروس له پولې یې دغه هېواد ته د ننوتلو هڅه کوله.
د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» د سې شنبې په ورځ د لیتوانیا د دولتي پولو د ساتنې ادارې په حواله راپور ورکړی چې دا په روان میلادي کال کې د نیول شویو کډوالو تر ټولو لویه ډله شمېرل کېږي.
تر دې وړاندې، بله ستره پېښه د مارچ په ۲۵مه ثبت شوې وه چې ۲۹ تنو هڅه کوله له دې پولې تېر شي.
د دې راپور له مخې، دغو کسانو ویلي چې د الجزایر، افغانستان، پاکستان، سومالیا او اریترې له هېوادونو څخه راغلي دي.
د لیتوانیا چارواکي وايي دغه کډوال له نیول کېدو وروسته، بېرته د بیلاروس خاورې ته ګرځول شوي دي.
د چارواکو په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې او د بیلاروس له لارې اروپايي ټولنې ته د ننوتلو لپاره د اسیايي او افریقايي کډوالو د هڅو له زیاتوالي سره سم، د لیتوانیا حکومت بیلاروس ته د غیرقانوني کډوالو د بېرته ګرځولو پالیسي غوره کړې ده.
د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۶۰۰ څخه ډېر کسان د لیتوانیا له پولو بیلاروس ته بېرته ګرځول شوي او په روان کال کې هم تر اوسه ۱۶۹ قضیې ثبت شوې دي.
