په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، صدیقالله قریشي وايي چې د تورخم دروازه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راګرځېدو او ایستلو پر مخ پرانیستل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دغه لاره تېره پنجشنبه د حمل په ۶مه نېټه، له شلو ورځو بندښت وروسته د کډوالو پر مخ پرانیستل شوې وه؛ خو د طالبانو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ په نښته کې د یوه پاکستاني سرتېري له ټپي کېدو وروسته، له څو ساعتونو تېرېدو سره بېرته وتړل شوه.
له دې سره سره، د تورخم لاره د سوداګریزې راکړې ورکړې او ډېری مسافرینو پر مخ لا هم تړلې پاتې ده.
دا محدوده پرانیسته د طالب چارواکو او پاکستان ترمنځ له څو ورځنیو خبرو اترو وروسته شوې ده؛ هغه خبرې چې د سرچینو په وینا، تر اوسه د دې لارې د فعالیتونو د بشپړ بیا پیل لپاره کومې پراخې هوکړې ته نه دي رسېدلې.
اوسمهال یوازې کډوالو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي او پر سوداګرۍ او عامه تګ راتګ محدودیتونه لا هم پر ځای پاتې دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تورخم دروازه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او سفر لپاره یوه مهمه لاره ګڼل کېږي، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته د څه باندې څلورو میاشتو لپاره په بشپړ ډول تړل شوې وه.
سره له دې چې دغه لاره په ځینو وختونو کې د کډوالو پر مخ په محدود ډول پرانیستل کېده، خو په وروستیو اونیو کې په بشپړ ډول بنده وه او ان د کډوالو تګ راتګ هم د شاوخوا ۲۰ ورځو لپاره په ټپه ولاړ و.
وروستۍ پرانیسته د تاوتریخوالي له نسبي کمښت وروسته شوې ده، خو د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیاوې لا هم دوام لري او د تورخم په ګډون د دروازو بشپړ پرانیستل تر اوسه نه دي هوار شوي.
