افغانستان سوداګري ښځې

هرات کې د ۱۵۰ مېرمنو لپاره د کاري زمینې برابرول

د وچې مېوې یوه پروسس کوونکي شرکت په هرات ولایت کې د ۱۵۰ ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.

ددې کارخونې سرپرست محمد نبي حسیني وایي: «دا کسان چې ښځې هم پکې دي، هره ورځ د پستې، جلغوزو او ممیزو په پاکولو او پروسس بوخت دي.ِ»

نوموړی دغو کسانو ته د کاري زمینې برابرولو په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي: «حکومت (د طالبانو اداره) باید د امنیت د ټینګښت ترڅنګ، د سوداګرو لپاره په هېواد کې د تولید شویو محصولاتو د صادراتو زمینه برابره کړي ترڅو له دې لارې، په هېواد کې د کار زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه میاشت کې او په افغانستان کې واک ته د طالبانو په بیا ځلې رسېدو سره، په هېواد کې د کار زمینه کمه شوې او د خلکو په عوایدو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

په افغانستان کې د کاري زمینې نشتوالی د دې لامل شوی چې د ورځې زرګونه تنه په قانوني او ناقانونه توګه له افغانستانه ووځي او د کار موندلو لپاره، ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي.

له بلې خوا، د هرات په دغه خصوصي شرکت کې یو شمېر کارګران د دوی لپاره د کاري زمینې په برابرولو خوښي څرګندوي.

فیروزه چې هره ورځ له سهاره تر ماښامه جلغوزي پاکوي او له دې لارې د ژوندانه اړتیاوې برابروې وایي: «موږ خوښ یو چې جلغوزي پاکوو، ډېر ارزښتمن محصولات دي، د سهار په اوو بجو کار پیلوو تر پینځو بجو دوام ورکوو، دا یوازینۍ لار ده چې زه مې ورځنۍ اړتیاوې برابروم.»

ثریا بله ښځه ده چې په دغه کارخونه کې کار کوي او وایي، د ورځې ۱۸۰ افغانۍ عاید لرم او هڅه کوم کار مې په ښه توګه ترسره کړم ترڅو مې دنده دوام وکړي.»

د وچې مېوې د پروسس دغې کارخونې په داسې حال کې د ۱۵۰ تنو لپاره د کار زمینه برابره کړې چې افغانان له وزګارۍ او بې وزلۍ سره مخ شوي او په تېر یوه کال کې په بدلونونو سره دا ستونزې زیاتې شوې دي.

د نړیوالو بنسټونو د اروزنې له مخې، په افغانستان کې د وزګارۍ کچه تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلې او اوسمهال څه د پاسه شل میلیونه افغانان خوړو ته بیړنۍ اړتیا لري چې له دې جملې شپږ میلیونه یې د قحطۍ له خطر سره مخ دي.