افغانستان ښځې

طالبان د کابل له هوايي ډګره له محرم پرته ښځو د سفر مخنیوی کوي

د کابل هوايي ډګر یو شمېر مسافر وايي، هغه مېرمنې چې عمرونه یې له ۴۵ کلونو کم وي، له دغه هوايي ډګره له محرم پرته سفر اجازه نه لري او دې مسلې مسافرې مېرمنې او محصلین له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

سربېره پر دې، د مزارشریف، کندهار، هرات او نورو هوايي ډګرونو هم د مېرمنو پر سفر محدودیتونه لګول شوي او دوی نه شي کولای په یوازې سفر وکړي.

یو شمېر نجونې محصلینې وايي چې د کابل په هوايي ډګر کې د نویو محدودیتونو له امله، نه دي توانېدلي له هېواده بهر خپلو زده کړو ته ورسېږي.

خوشي فیضي یوه محصله ده چې د آسیايي پوهنتون بورسیې ته بریالۍ شوې ده. طالبانو د محرم د نه لرلو له امله، هغې ته د کابل له هوايي ډګره د سفر اجازه نه ده ورکړې.

نوموړې وايي: «له هغې وروسته چې بورسیه مې ترلاسه کړه، له خواشینۍ سره چې ونه توانېدم د کابل له هوايي ډګره تېره شم. طالبانو نه یوازې ما ته؛ بلکې لسګونه نورو نجونو ته له هوايي ډګره د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې. طالبان د محرم د نه لرلو له امله موږ ته اجازه نه راکوي چې له هېواده ووځو.»

دا وضعیت د دې لامل شوی چې یو شمېر ښځینه مسافرانې مجبورې شي، د سفر اجازې لپاره، له ځان سره خپل محرم بوځي او زیات لګښت وزغمي.

لیلما مسافر په اړه وایي: «ما تصمیم نیولی چې له خپل پلار جان سره د کابل له هوايي ډګره د دوهم هېواد په نیت سفر وکړم؛ خو واقعاً د خواشینۍ ځای دی چې په دې ډول شرایطو او وخت کې مېرمنې ان حق نه لري چې د خپل راتلونکي په اړه تصمیم ونیسي.»

هغه نجونې چې په زرګونه هیله بریالۍ شوې له یوه بهرني پوهنتون له خوا ومنل شي، له هغې وروسته چې طالبان دوی ته له هېواده د وتلو اجازه نه ورکوي، له اوښکو ډکو سترګو او مات زړه سره، له هوايي ډګره وځي او بېرته کورونو ته ستنېږي.

له بلې خوا، یو شمېر مېرمنې وايي چې طالبان له محرم پرته ښځو پاسپورتونه د الوتکې تر الوتنې او سفر تر لغوه کېدو پورې له ځان سره ساتي.

یوه بله مېرمن مینا چې طالبانو ورته له هېواده د وتلو اجازه نه ده ورکړې، وايي: «کله چې هوايي ډګر ته ولاړم، طالبانو د دې لپاره چې محرم مې نه درلود، زما پاسپورت یې واخیست. کابو درې ساعته په تمه پاتې شوم؛ خو ما ته یې د سفر اجازه رانه کړه. دوی وویل: له دې امله چې محرم نه لرې، د سفر اجازه نه درکول کېږي. کله چې د الوتنې وخت تېر شو، زموږ پاسپورتونه یې بېرته راکړل او زه بېرته کور ته راستنه شوم. دا ډېره دردونکې ده.»

له بلې خوا، یو شمېر مدني فعالین وايي چې دغه نوی محدودیت به د مېرمنو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.

مدني فعاله سونیا نایل په دې باور ده: «له محرم پرته سفر د اجازې نه ورکولو په اړه پر مېرمنو د محدودیت لګول، دوی ته ډېرې ستونزې رامنځته کوي؛ ځکه په تېره یوه لسیزه کې، د دې شاهدان وو چې مېرمنې له هره اړخه پر ځان بسیا شوې وې او توانېدلې په یوازې سفر وکړي؛ خو اوس نه شي کولای.»

دا لومړی او وروستی محدودیت نه دی چې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو لګولی دی. له دې مخکې نجونې له زده کړو او ښځې په دولتي بنسټونو کې د کار له حقه بې برخې شوې او په کانکور آزموینه کې ډېری مېرمنې، د څانګې په انتخاب کې د محدودیت له امله ونه توانېدې چې د خپلې خوښې وړ پوهنځیو ته بريالۍ شي.