د اسرائیلو د مالیې وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، اقتصادي وده دې پورې اړه لري چې په ایران او جنوبي لبنان کې جګړه څومره دوام کوي، تمه کېږي چې د اسرائیل اقتصاد په ۲۰۲۶ کال کې د ۳.۳٪ او ۳.۸٪ ترمنځ وده وکړي
وزارت وايي په خورا هیله بښونکې سناریو کې، سږ کال وده ۳.۸٪ ته رسېدلی شي، په دې شرط چې له ایران سره جګړه د اپریل تر نیمایي او په لبنان کې د ایران ملاتړي حزب الله سره جګړه د اپریل تر پایه پای ته ورسیږي
یاده اداره زیاتوي که د ایران سره جګړه د اپریل تر پایه او له حزب الله سره تر جون میاشتې دوام وکړي، اقتصاد به سږ کال یوازې ۳.۳٪ وده وکړي
په غزه کې د حماس سره د جګړې له امله د زیانمن کېدو وروسته، د اسرائیلو اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۹٪ وده وکړه
تېر اکتوبر میاشت کې په غزه کې د اوربند وروسته، په لومړیو کې د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۵.۲٪ ودې وړاندوینه شوې وه
وزارت د مارچ په پیل کې، د ایران د هوايي جګړې له پیلېدو سمدستي وروسته، دا اټکل ۴.۸٪ ته راټیټ کړ، چې دا د ۲۰۲۶ کال د نوي شوي دولتي بودیجې برخه وه چې پکې لوړ دفاعي لګښتونه شامل وو
پارلمان نن دوشنبې د ورځې په لومړیو کې، د ۶۹۹ میلیارډه شیکله (۲۲۱ میلیارډه ډالره) په ارزښت درنه دفاعي بودیجه په وروستي پړاو کې تصویب کړه، چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت ته یې اجازه ورکړه چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د ګډې جګړې د دوام په ترڅ کې، له وخته مخکې ټاکنو مخه ونیسي
د بودیجې په تصویب کې پاتې راتلل به احتمالا په ۹۰ ورځو کې د ناڅاپه (وخته مخکې) ټاکنو لامل شوی وای.
د ۲۰۲۷ کال لپاره، وزارت د ایران او حزب الله د جګړو د اوږدوالي په پام کې نیولو سره، د ۵.۳٪ څخه تر ۶.۱٪ پورې د اقتصادي ودې اټکل کوي.
