په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په لړ کې، ایران په کویټ کې د اوبو د مالګې ختمولو او برېښنا تولیدولو یوه لویه فابریکه په نښه کړې ده، کویټي چارواکو تایید کړې چې په دې برید کې یو هندي کارګر وژل شوی او د فابریکې ودانۍ ته «خورا دروند مالي زیان» اوښتی د.
د کویټ د برېښنا وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې دا برید د کویټ د دولت پر وړاندې د «ایراني تېري» یوه برخه ده
تخنیکي او بېړني ټیمونه سیمې ته رسېدلي ترڅو د فابریکې چارې بېرته عادي حالت ته راولي، دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم د کویټ په فضا کې ۱۴ توغندي او ۱۲ ډرون الوتکې کشف شوې وې، چې له امله یې په یو پوځي کمپ کې ۱۰ سرتېري ټپیان شوي وو
کارپوهان وايي چې د اوبو د پاکولو د فابریکو په نښه کول په سیمه کې یو نوی بشري ناورین رامنځته کولی شي، ځکه دا سیمه د نړۍ یو له هغو برخو ده چې د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ ده
ایران ګواښ کړی چې که پر انرژۍ تاسیساتو یې بریدونه وشي، دوی به په ټوله خلیج سیمه کې د تېلو او اوبو مرکزونه په نښه کړي
دا بریدونه په داسې حال کې توند شوي چې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه په ایران کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې پکې د ایران پخوانی ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه ای او ۲۱۶ ماشومان هم شامل دي
بلخوا ایران د هرمز تنګي په تړلو سره د نړۍ د تېلو بازارونه له سختې لړزې سره مخ کړي دي
