پاکستان پرون یکشنبه اعلان وکړ چې په راتلونکو ورځو کې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د “معنا لرونکو خبرو” کوربه توب ته چمتووالی نیسي. دا په داسې حال کې ده چې تهران ویلي، که امریکا په ځمکنۍ لاره خپل سرتېري داخل کړي، دوی ځواب ته پوره چمتو دي
تیره ورځ په اسلام اباد کې د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ له بحثونو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل چې دوی په سیمه کې د جګړې د ژر او دایمي پای ته رسولو او په اسلاماباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو پر لارو چارو خبرې کړې دي
هغه زیاته کړه: «پاکستان به په راتلونکو ورځو کې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو د اسانتیا او کوربه توب له امله ویاړمن وي، ترڅو د روانې شخړې لپاره یو هراړخیز او تلپاتې حل لاره پیدا شي.» خو لا څرګنده نه ده چې امریکا او ایران په دې خبرو کې ګډون ته غاړه ایښې که نه
باوري سرچینو ویلي چې د پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر ترمنځ لومړنۍ خبرې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو پر وړاندیزونو څرخي
د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړي، ایران دا تنګی بند کړی چې د تېلو او ګازو د بندېدو له امله یې نړۍ له سخت اقتصادي فشار سره مخ کړې ده
واشنګټن منځني ختیځ ته په زرګونو “مارینز” ځواکونه استولي چې لومړۍ ډله یې سیمې ته رسېدلې ده. واشنګټن پوسټ د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي چې پنټاګون په ایران کې د څو اونیو ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي، خو لا څرګنده نه ده چې ډونالډ ټرمپ به دا پلانونه تایید کړي که نه
بلخوا، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف امریکا تورنه کړه چې له یوې خوا د خبرو پیغامونه استوي او له بلې خوا د سرتیرو د لېږلو پلان جوړوي هغه وویل: «تر څو چې امریکایان د ایران تسلیمي غواړي، زموږ ځواب دا دی چې موږ هیڅکله ذلت نه منو.»
په داسې حال کې چې جګړه دویمې میاشتې ته داخله شوې، اسرائیلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر تهران او نورو سیمو تر ۱۴۰ ډېر هوايي بریدونه کړي او د توغندیو مرکزونه یې ویشتي دي. بلخوا د یمن حوثیانو هم په لومړي ځل پر اسرائیل بریدونه کړي او د جګړې لمن نوره هم پراخه شوې ده
په امریکا کې دننه هم پر ټرمپ فشارونه زیات شوي. د ډیموکراټ ګوند غړي وايي د ټرمپ سټراټیژي ناکامه ده او امریکا یې داسې جګړې ته ورټېله کړې چې د وتلو لاره یې نه معلومېږي. تېره اونۍ واشنګټن د ۱۵ مادو یو پلان وړاندې کړی و چې ایران رد کړ.
