د پاکستان د فرنټیر کور (ایف سي) شمالي برخې مفتش (آی جی) مېجر جنرال راو عمران سرتاج په تیراه او باړه کې میشتو قومي مشرانو ته په خطاب کې ویلي، چې له وسلهوالو ډلو سره د هر ډول مذاکراتو دروازې په دایمي ډول تړل شوي او امنیتي ځواکونه به په سیمه کې د حکومت د واکمنۍ په موخه خپل عملیات جاري وساتي
نوموړي چې په بالاحصار کلا کې یې د تیراه او باړې له قومي مشرانو سره خبرې کولې، خبرداری ورکړ چې هیڅ چا ته به اجازه ورنکړل شي چې د سیمې امنیت ګډوډ کړي، هغه که څه هم وویل چې ولسونه به د «لښکرونو» جوړولو ته نه اړ کېږي، خو ټینګار یې وکړ چې له ممنوعه ډلو سره هر ډول مرسته، پناه ورکول او هغوی ته د خوړو رسول به د زغملو وړ نه وي
د ایف سي مشر په یو جدي ګام کې له قومي مشرانو وغوښتل چې د اکاخېل په شاداله سیمه کې د «مدرسه، درس جماعت او جړاندو کلي» په څېر سیمې سمدستي خالي کړي، ترڅو پوځ هلته هدفي عملیات ترسره کړي.
هغه ادعا وکړه چې وسلهوال له ولسي خلکو څخه د انساني ډال په توګه کار اخلي، ځکه نو د ځاني تلفاتو د مخنیوي لپاره د خلکو وتل اړین دي
دا په داسې حال کې ده چې د FC مشر د هغو بېځایه شویو کډوالو پر لاریونونو او احتجاجي کېمپونو هم غوسه وښوده چې دا مهال په پېښور او باړه کې د خپلو حقونو لپاره ناست دي
د تیراه او باړې قومي مشرانو د جنرال سرتاج د ګواښونو او خبرداریو په ځواب کې وویل، چې د رښتیني امن لپاره باید لومړی د ولس او ځواکونو ترمنځ د بېباورۍ فضا ختمه شي
هغوی په ټینګار سره وویل چې تلپاتې سوله یوازې هغه وخت راتلای شي چې د امنیتي او پراختیايي پلانونو په جوړولو کې له ولس سره مشوره وشي او د عملیاتو پر مهال د خلکو د ژوند او مال د خونديتوب تضمین ورکړل شي
مشرانو همداراز اعتراض وکړ چې له تیراه څخه د بېځایه شویو کورنیو سره یې د مالي مرستو کړې ژمنې نه دي پوره کړي او دا مهال زرګونه کډوال په خورا بد حال کې په کرایه شویو کورونو کې ژوند کوي
په غونډه کې که څه هم د تیراه لپاره د ۱۷ میلیارده کلدارو د پراختیایي بودیجې یادونه وشوه، خو ولسي مشران دا یوازې تر کاغذ پورې محدودې ژمنې بولي او په خپلو سیمو کې د عملیاتو له امله د ولسي مرګژوبلې او نوې کډوالۍ په اړه ژوره اندېښنه لري
دا ګواښونه داسې مهال کېږي چې په خیبر او شاوخوا قبایلي سیمو کې یو ځل بیا د ناامنۍ څپې پورته شوې دي
پاکستاني چارواکي په داسې حال کې د مذاکراتو د دروازو د بندېدو خبره کوي، چې په تېرو کلونو کې د ورته پوځي عملیاتو له امله میلیونونه قبایل بېځایه شوي او د هغوی کورونه، ښوونځي او اقتصاد په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي
ولسي شنونکي په دې باور دي چې د سیمې د ولسونو له مشورې پرته هر ډول جګړه ییزه تګلاره به یوازې ناخوالې زیاتې کړي او پر ډیورنډ فرضي کرښه به میشت پښتانه د یوې بلې لویې غمیزې او کډوالۍ ښکار کړي
