سیاست

امریکامتحدو ایالتونو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د «یرغمل نیولو سیاست» پای ته ورسوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، هغه څه پای ته ورسوي چې دوی یې «د یرغمل نیولو سیاست» بولي او ددغه وزارت په وینا طالبان باید امریکایي زندانیان خوشې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې، الیزابت سټیکني، د جمعې په ورځ ویلي چې طالبان باید «د یرغمل نیولو سیاست» پایته ورسوي او سمدستي د هغو امریکایي وګړو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې چې لا هم په افغانستان کې بندیان دي.

هغې ویلي چې ولسمشر ټرامپ ددغو زندانیانو پر بېړنۍ خوشې کېدو ټینګار لري او ژمن دی چې په بهرنیو هېوادونو کې ناعادلانه نیونې پای ته ورسوي.

اغلې سټیکني د ډینس کویل له خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې هغه له هغو څه باندې ۱۰۰ امریکایي وګړو سره یوځای کېږي چې د ټرامپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې په تېرو ۱۵ میاشتو کې خوشې شوي دي.

هغې همداراز له عربي متحده اماراتو څخه د دې امریکایي وګړي د خوشې کولو په بهیر کې د همکارۍ له امله مننه کړې او له قطر څخه هم په افغانستان کې د امریکایي وګړو ددفاع او ملاتړ په برخه کې ستاینه کړې ده.

هغې ټینګار کړی چې لا هم نورو ګامونو ته اړتیا ده او ویلي: «دا د طالبانو یو مثبت ګام دی، خو لا هم ډېر کار پاتې دی.»

هغې د محمود حبیبي، پل اووربي او نورو امریکایي وګړو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه هم کړې چې د هغې په وینا «په ناعادلانه توګه» بندیان دي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا د کولوراډو ایالت اوسېدونکی ډینس کویل د طالبانو له یو کلن بند څخه ورورسته خوشې شو.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د امریکایي وګړو نیول د دواړو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړی چې «نا عادلانه نیونې» پکې ترسره کېږي.

د (سي اېن اېن) د راپور له مخې، امریکایي چارواکو ویلي چې د کویل د خوشې کېدو لپاره هېڅ معامله نه ده شوې او یوازې له طالبانو څخه د بشردوستانه خوشې کولو غوښتنه شوې وه.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د ناعادلانه نیونو په لېست کې د افغانستان شاملېدل د دې لامل شوي چې پر طالبانو فشار زیات شي څو دا امریکایی وګړی خوشې کړي.

د چارواکو په وینا، تر هغه چې لږ تر لږه دوه نور امریکایي وګړي په افغانستان کې بندیان وي، دا وضعیت به بدل نه شي.

د (سي‌اېن‌اېن) په وینا، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم د کویل د خوشې کېدو په بهیر کې ونډه لرلې ده.

بلخوا طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د بهرنیو وګړو نیول د افغانستان د قوانینو له مخې ترسره کېږي او د هغوی د خوشې کېدو بهیر هم د قضایي لارو چارو له مخې پر مخ ځي.