ملګري ملتونه وايي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه، له پاکستان څخه افغانستان ته له ۱۶۰ زره (۱۶۰۰۰۰) څخه ډېر کډوال راستانه شوي دي. دغه بنسټ ویلي چې دې بهیر پر بشري مرستو فشارونه زیات کړي دي.
د یونیسف د شمېرو له مخې، د تورخم دروازې پرانیستلو دا احتمال ډېر کړی چې د کډوالو د راستنېدو بهیر لا ګړندی شي، اټکل کېږي چې شاوخوا ۱.۹۲ میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي او د هغوی د ډېر شمېر د راستنېدو احتمال شته.
مرستندویه بنسټونه وايي دا بهیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتوالي سره هممهاله روان دی؛ هغه نښتې چې د فبرورۍ له وروستیو راهیسې د خلکو د بېځایه کېدو، ملکي تلفاتو او بیارغونې بنسټونو ته د زیان رسېدو لامل شوې دي. یونیسف دا وضعیت «بحراني او په چټکۍ سره د بدلون په حال کې» بللی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، د فبرورۍ له وروستیو څخه د مارچ تر نیمایي پورې، په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۸۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۷۶ پکې مړینې دي. ښځې او ماشومان د قربانیانو تر نیمايي ډېره برخه جوړوي.
دغه سازمان همدا راز ویلي چې د تازه تاوتریخوالي له امله شاوخوا ۱۱۵ زره کسان بېځایه شوي دي، که څه هم د دې ارقامو د تایید بهیر دوام لري.
ډېری دا کسان په سختو شرایطو کې ژوند کوي او روغتیایي خدماتو، پاکو اوبو او سرپناه ته محدود لاسرسی لري.
د دې بنسټ په وینا، دغه حالت پر شته بشري بحران نور فشار هم اضافه کړی ده، په ۲۰۲۶ کال کې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان چې ۱۱.۶ میلیونه ماشومان پکې شامل دي، بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دې چارې دا هېواد په نړۍ کې په یو تر ټولو لوی بشري بحران بدل کړی دی.
نښتو همدارنګه کورونو، روغتیایي مرکزونو او بنسټیزو تاسیساتو ته زیان رسولی او په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې یې د اړینو خدماتو وړاندې کول له خنډ سره مخ کړي دي
په وروستیو اوونیو کې، لسګونه د تغذیې مرکزونو خپل فعالیت درولی او ناامني د سلګونو تعلیمي ټولګیو او موقتي ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو لامل شوې ده.
دغه بنسټ ویلي چې دا وضعیت د هغو کورنیو لپاره چې پخوا هم بېځایه شوې وې، لا سخت دی
په ختیځ افغانستان کې، ځینې هغه کورنۍ چې د ۲۰۲۵ کال د زلزلې له امله بېځایه شوې وې، یو ځل بیا د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبورې شوې دي.
په همدې حال کې، مرستندویه بنسټونه له ایرانه د کډوالو د نوې څپې راستنېدو ته هم ځان چمتو کوي؛ هغه څپه چې ممکن تر دوه میلیونو پورې کسان پکې شامل وي.
د مرستندویه چارو مسؤلین خبرداری ورکوي چې اړتیاوې له شته سرچینو څخه زیاتې شوې دي
یونیسف د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۹۴۹ میلیونه ډالره بودیجې غوښتنه کړې ترڅو وکولای شي ۱۲ میلیونه کسانو ته، چې ۶.۵ میلیونه ماشومان پکې شامل دي، مرستې ورسوي.
