کډوالي

تورخم دروازه د کډوالو پر مخ پرانیستل شوه

انځور ارشیف څخه

د تورخم لاره نن پنجشنبه له غرمې وروسته د کډوالو پر مخ پرانیستل شوه، خو دا لاره د سوداګرۍ او عامو مسافرو پر مخ لا هم تړلې پاتې ده

په ننګرهار کې د طالبانو د والي ویاند په اېکس پاڼه کې د دغې لارې د پرانیستل کېدو پخلی کړی دی

دا محدود پرانیستل د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ له څو ورځنیو خبرو اترو وروسته ترسره شول؛ هغه خبرې چې د سرچینو په وینا، د دغې لارې د بشپړ فعالیت د بیا پیل لپاره کومې پراخې هوکړې ته نه دي رسېدلي

په تورخم کې سرچینې وايي چې دا مهال یوازې کډوالو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي او پر سوداګرۍ او عامه تګ‌راتګ بندیزونه پر خپل ځای پاتې دي

پاکستاني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي

د تورخم لاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او سفر لپاره یوه له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د پر فرضي کرښه د نښتو له امله له څلورو میاشتو راهیسې په بشپړ ډول تړل شوې وه

که څه هم په ځینو وختونو کې د کډوالو پر مخ په محدود ډول پرانیستل کېده، خو په وروستیو اونیو کې دا لاره په بشپړ ډول بنده وه او ان د کډوالو تګ‌راتګ هم د ۲۰ ورځو لپاره درول شوی و

د لارې دا وروستی پرانیستل د تاوتریخوالي له کمېدو او د اوربند له ټینګښت وروسته شوی، خو د دواړو لوریو ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري او د تورخم په ګډون د لارو د بشپړ پرانیستلو مسله لا تر اوسه نه ده حل شوې