اروپايي ټولنې اعلان کړی چې په خوست، کنړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تېر کال د زلزلو له امله بې ځایه شویو خلکو ته یې ۲۵۰۰۰۰ یورو بشري مرسته ځانګړې کړې ده
په کابل کې د دغې ټولنې ډیپلوماټیکې استازولۍ په اېکس پاڼه لیکلي چې دا مالي مرسته به تر ټولو زیانمنونکي کسان، په ځانګړي ډول د هېواد په ختیځ کې د وروستیو زلزلو ځپلي تر پوښښ لاندې راولي
د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي چې دا مرسته به د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې په خوراکي بستو او نغدي مرستو کې د ډېرو بیړنیو اړتیاوو او همدارنګه د اضطراري سرپناه د برابرولو لپاره ووېشل شي
په اعلامیه کې زیاته شوې چې تمه کېږي په دې مرستې سره به د زلزله ځپلو لپاره لومړني روغتیايي خدمتونه، پاکې اوبه، حفظ الصحه او نورو خدمتونه برابر شي
د یادونې وړ ده چې دا بودیجه د طبیعي پیښو په وړاندې د غبرګون بیړني صندوق ته د اروپايي ټولنې د ټولو مرستو یوه برخه ده چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون پورې اړه لري
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې تېر میلادي کال له افغانستان سره شاوخوا ۱۶۱ میلیونه یورو بشري مرسته کړې وه
دغې ټولنې په تېرو کلونو کې د هېواد، ځپلو سیمو ته لسګونه الوتنې بشري مرستې هم لیږلې دي، پدې وروستیو کې اروپايي ټولنې ویلي چې په روان کال کې یې په دریو الوتنو کې ۲۷۰ ټنه خوراکي توکي اړمنو کسانو ته رسولي دي
