کډوالي

تر۴۰۰ ډېر افغانان د پاکستان له زندانونو څخه ازاد شول

انځور- سپین بولدک کې د پاکستان له زندانونو ازاد شوی کډوال

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت وايي چې په تېره یوه اونۍ کې ۴۲۶ تنه افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي

که څه هم طالبانو د دغو وګړو د نیول کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې یادو کسانو له یوې ورځې څخه نیولې تر دوو میاشتو پورې په زندان کې وخت تېر کړی و

د طالبانو د وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه هېوادوال د سپین بولدک پر لارې افغانستان ته داخل شوي دي

دا په داسې حال کې ده چې له ډېرې مودې را هیسې له هېواده بهر د افغان بندیانو وضعیت ته د نه پاملرنې په اړه نیوکې موجودې دي، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا ستونزه ډېره شوې ده

د چارو ځینې شنونکي د یوه مشروع دولت نشتوالی او هېوادوالو ته د ځواب وینې نشتون په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د بې برخلیکه پاتې کېدو اصلي لاملونه بولي