سویلي آسیا

بنګله دېش کې سیند ته د بس لوېدو له امله ۲۴ کسان مړه شوي

انځور- ټولنیزو شبکو څخه

د بنګله دېش چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې لږ تر لږه ۲۴ کسان هغه مهال مړه شول چې یو مسافر وړونکی بس د پدما) سیند ته ولوېد. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې چلونکي غوښتل بس یوې کښتۍ (فېري) ته پورته کړي

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د ډاکې په ۱۰۰ کیلومترۍ کې د راجبري ولسوالۍ په داولتدیه (Daulatdia) سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو او اطفایې د معلوماتو له مخې، بس کښتۍ ته د نږدې کېدو پر مهال کنټرول له لاسه ورکړی، اوښتی او په سیند کې نږدې ۳۰ فټه (۹ متره) ژور ډوب شوی دی

د ژغورنې ډلې د اوبو لاندې له بس څخه ۲۲ مړي راویستلي چې پکې ۶ نارینه، ۱۱ ښځې او ۵ ماشومان شامل دي.

د اطفایې یو چارواکي، طلحه بن جاسم ویلي چې تر اوسه د ۲۴ کسانو مړینه تایید شوې، چې دوه ښځې یې له ژغورل کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ژغورنې په عملیاتو کې د اطفایې څلور واحدونه، ۱۰ تنه غوټه وهونکي، د اردو سرتېري، پولیس او ساحلي ساتونکي برخه لري

چارواکي وېره لري چې ښايي ځینې نور مسافر لا هم لادرکه وي

 په بنګله دېش کې هر کال په سړکونو او سیندونو کې د داسې پېښو له امله په سلګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي