د رویټرز د ګزارش له مخې د نړۍ د مخکښو ډیموکراټیکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پداسې حال کې په فرانسه کې سره راټولېږي چې په ایران او اوکراین کې جګړې روانې دي، اقتصادي بې ثباتي اوج ته رسېدلې او د امریکا د ناڅرګند بهرني سیاست په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
د فرانسې په جنوب لویدیځ کې په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې د جي-۷ (G7) غړو هېوادونو – بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا – ترڅنګ د اروپايي ټولنې استازي هم ګډون لري.
دا ډله چې پخوا به یې په نړیوالو ننګونو کې یو ګډ نظر درلود، خو په ۲۰۲۵ کال کې د ډونالډ ټرمپ له بیا واکمنېدو راهیسې یې دا یووالی زیانمن شوی دی.
د امریکا متحدین او مخالفین دواړه په تېر یو کال کې د واشنګټن د ناڅاپي بدلونونو (له تعرفو نیولې تر اوکراین او اوس منځني ختیځ جګړې) په وړاندې د غبرګون په لټه کې دي.
اروپايي ډیپلوماتان وايي چې په منځني ختیځ کې د امریکا جګړه نه روښانه هدف لري او نه هم له جګړې د وتلو کومه ستراتیژي. د فرانسې د پوځ مشر د واشنګټن پر ناڅرګندتیا نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا د متحدینو ګټې او امنیت ګواښي.
د واشنګټن د شریکانو لپاره لومړیتوب د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره لیدنه ده، چې د جمعې په ورځ به په غونډه کې ګډون وکړي.
چارواکي هیله لري چې د ایران په وړاندې د امریکا او اسرایلو د پوځي عملیاتو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د کوم ډیپلوماتیک چینل د شتون په اړه روښانه ځوابونه ترلاسه کړي.
همدا راز خبرې به پر هرمز تنګي هم متمرکزې وي، چې ایران په عملي ډول تړلی او د نړۍ د تیلو د اکمالاتو پنځمه برخه یې بنده کړې ده.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې په ټپه ولاړې دي. اروپايي چارواکي وېره لري چې امریکا (چې د مسکو سره د نږدې کېدو هڅه کوي) ښايي کیف په نوامبر کې د امریکا د منځمهاله ټاکنو له امله یوې ناسمې او نامناسبې سولې ته مجبور کړي.
اروپايي چارواکي وايي دوی به پر روبیو ټینګار وکړي چې دا ډول پایله ورته د منلو نه ده؛ بلکې برعکس باید پر روسیې بندیزونه سخت او اوکراین د جګړې بل ژمي ته چمتو شي.
پدغه ناسته کې د برازیل، هند، سویلي کوریا او سعودي عربستان وزیران هم ګډون لري، چې د نړۍ په امنیت، انرژۍ او ډیپلوماتیکو کړکېچونو کې کلیدي رول لوبوي.
فرانسه هڅه کوي چې په دغو بحثونو کې چین ته هم ونډه ورکړي ترڅو نړیوال انډول وساتل شي.
