پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړی چې له زدهکړو د نجونو محرومول او د ښځو پر کار محدودیتونه، ټولنه د لا ډېرې کمزورۍ خوا ته بیايي
نوموړي د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: «له زدهکړو د نجونو محرومول او د ښځو پر کار بندیز، زموږ خلک هره ورځ له لا ډېرې ناتوانۍ او کمزورۍ سره مخ کوي او د دغه وضعیت دوام به د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره نه جبران کېدونکي زیانونه ولري.»
ښاغلي کرزي همداراز ټینګار کړی چې د نجونو او هلکانو په ګډون د ټولو ماشومانو لپاره زدهکړې، په پرمختګ، ځان بسیاینې او عزتمن ژوند کې اساسي رول لري.
هغه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او په ټولنه کې د ښځو د کار او فعالې ونډې د زمینې برابرولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت په خپل پیغام کې، د ښوونځي زنګ «د نویو هیلو د غوړېدو زیری» بللی او له زده کوونکو یې غوښتي چې په خپلو هڅو سره لوړو علمي درجو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې هجري لمریزې اونۍ په پیل سره، دا پرلهپسې پنځم کال دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې پاتې دي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲.۲ میلیونه نجونې د دغو محدودیتونو له امله له زدهکړو محرومې دي.
پر ښځو د زدهکړو او کار محدودیتونه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لګول شوي او د نړیوالې ټولنې له پرلهپسې غوښتنو سره سره، په دغو سیاستونو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
طالبانو همداراز ښځې د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په غیر دولتي بنسټونو کې له کار کولو منع کړې دي. نجونې هم پوهنتونونو ته له تګ او د طبي زدهکړو له ترلاسه کولو منع شوې دي.
