امنیت

بېنټ: په کابل کې پر «امید» مرکز د برید په اړه دې خپلواکې او رڼې څېړنې وشي

انځور- کابل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز چې پاکستان پرې برید وکړ

افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ د دغه سازمان د کارپوهانو وروستۍ اعلامیې ته په اشارې ویلي، چې د کابل په ختیځ کې د روږدو کسانو د درملنې پر «امید» مرکز د شوي هوايي برید په اړه باید چټکې، خپلواکې او رڼې څېړنې وشي.

نوموړي ټینګار کړی چې دغه اعلامیه د نړیوالو قوانینو درناوي او د ملکیانو ساتنې ته په کتو، د دغه برید په اړه د ځواب وینې غوښتنه کوي.

ریچارډ بېنټ زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو کارپوهان له دواړو لورو غواړي چې د دایمي اوربند په اړه هوکړه وکړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ وروستیو نښتو له ۱۱۵,۰۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي بې‌ځایه کړي او فرضي کرښې ته په څیرمه سیمو کې یې د بشري حقونو وضعیت سخت کړکېچن کړی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي: «موږ له پاکستان او د افغانستان له سرپرستو چارواکو (طالبانو) غواړو چې دایمي اوربند ته ژمن پاتې شي، جګړې ختمه کړي او د نړیوالو قوانینو د نقض په تړاو ځواب وینه تضمین کړي.»

د روان میلادي کال د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په هوايي بریدونو او نښتو کې لږ تر لږه ۲۸۹ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې ۷۶ وژل شوي او ۲۱۳ ټپیان دي.

د کارپوهانو په وینا، په دغو بریدونو کې روغتیايي مرکزونه، کورونه، بازارونه او د بې‌ځایه شویو پنډغالي زیانمن شوي، ښوونځي او پولې تړل شوې او سوداګري په ټپه درېدلې ده.

دغو کارپوهانو د مارچ په ۱۶مه د کابل په ختیځ کې د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید وغانده او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د پاکستان بریدونه د نړیوالو حقونو له مخې مشروعیت نه لري.

هغوی همدارنګه یادونه وکړه چې ټول چارواکي، په ځانګړې توګه طالبان باید پرې نږدي چې ترهګرې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان (TTP)، بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

په تېره یوه میاشت کې پاکستان د کابل، قندهار، ننګرهار او پنجشېر په ګډون د افغانستان پر لسو ولایتونو بریدونه کړي او ادعا کوي چې دا بریدونه یې د ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه کړي دي.