ورزش

لسو لوبغاړو د هېواد د فوټبال ملي ټیم له ملتیا ډډه وکړه

انځور- ارشیف څخخه، د افغانستان دفوټبالو دملي ټیم غړي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د هېواد د فوټبال ملي ټیم ۱۰ لوبغاړو په دوو راتلونکو لوبو کې له ګډون څخه انصراف کړی دی

د دغه فدراسیون په اعلامیه کې، کورنۍ ستونزې، په منځني ختیځ کې امنیتي ننګونې او په خپلو کلبونو کې ټپي کېدل، د دغو لوبغاړو د انصراف اصلي لاملونه یاد شوي دي

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د اسیا ملتونو جام  د لومړني پړاو سیالیو کې، په دوو راتلونکو لوبو کې د میانمار او سوریې پر وړاندې میدان ته ښکته شي

حبیب الله عسکر، اویس عزیزي، عبدالنجم حیدري، محمد نعیم رحیمي، جبار شرزه، فیصل احمد حمیدي، جمشید اڅکزی، عمید آرزو، توفیق سکندري او رامین صافی هغه لوبغاړي دي چې له ملي ټیم سره یې له تلو ډډه کړې ده

د هېواد د فوټبال فدراسیون وايي، ډېری دغو لوبغاړو په پیل کې تایید کړې وه چې حاضر دي د میانمار او سوریې پر وړاندې د افغانستان په ګټه لوبه وکړي؛ خو بیا په وروستیو شیبو کې له خپلې پرېکړې واوښتل

دغه فدراسیون ویلي، هیله لري چې د ملي ټیم غړي دې ټیم ته لومړیتوب ورکړي او پر وړاندې یې خپل ملي مسوولیت ادا کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم سرروزونکي، خوزې انتونیو نوګیرا ویلي: «له دغو دوو لوبو وروسته به خپله ډېره پاملرنه د افغانستان پر کورنیو لوبغاړو متمرکزه کړو. زموږ پلان دا دی چې په راتلونکي کې د ملي ټیم اکثریت ترکیب د هېواد دننه له وړو لوبغاړو غوره کړو، ترڅو یو باانګیزه، ژمن او لاسرسي وړ ټیم رامنځته شي.»

فدراسیون ډاډ ورکړی چې د ملي ټیم د پیاوړتیا او بیا رغونې بهیر به په جدیت سره دوام ومومي او راتلونکې پرېکړې به د هېواد د فوټبال د اوږد مهاله ګټو په رڼا کې وشي.