بشري حقوق

په هېواد کې پنځم تعلیمي د شپږم ټولګي پورته نجونو له ګډون پرته پیل شو

انځور- اروپايي ټولنې څخه

نن دوشنبه د افغانستان په پلازمېنه او سړو ولایتونو کې نوی تعلیمي کال، د پنځم پرله‌پسې کال لپاره، د شپږم ټولګي پورته نجونو له شتون پرته پیل شو.

یو شمېر نجونو د دې وضعیت د دوام په اړه د اندېښنو په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي چې محدودونکي سیاستونه پای ته ورسوي او ښوونځیو ته د دوی د بېرته ګرځېدو زمینه برابره کړي. دوی همداراز له نړیوالې ټولنې غواړي چې د نجونو د زده‌کړې حق د تامین لپاره پر طالبانو جدي فشارونه راوړي.

ورته مهال، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، له طالبانو غوښتي چې لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.

آرزو، چې په لاس کې یې کتاب بې له لوستلو پاتې دی، هغې ورځې پسې سترګې اړوي چې باید د دې لپاره پیل شوې وای خو ونه شوه.

هغه د اووم ټولګي زده‌کوونکې ده؛ هغه نجلۍ چې سږ کال د لومړي ځل لپاره د ښوونځي له تړلو دروازو سره مخ شوه. د هغې په سترګو کې داسې پوښتنې دي چې ځواب نه لري؛ دا چې ولې ترې د ښوونځي حق اخیستل شوی؟ نن چې نوی تعلیمي کال پیل شو، د آرزو او زرګونو نورو نجونو لپاره دا ورځ د پیل نه، بلکې د یوه ترخه انتظار دوام دی.

سونم یوه بله زده‌کوونکې ده چې څلور کاله پرله‌پسې له ښوونځي پاتې شوې. هغه چې د ډاکټر کېدو خوب یې لید، وايي چې اوس یې له خپلو ټولو هیلو لاس مینځلی دی.

ریچارډ بېنټ وايي، په افغانستان کې نوروز د نجونو د زده‌کړو له محرومیت سره مل شوی او ټینګار یې کړی چې دا وضعیت «د نه منلو وړ» دی او باید بدل شي.

هغه وویل: «دا د یو بل تحصیلي کال پیل دی چې پکې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري او ښځې هم پوهنتونونو ته له تګ څخه بې‌برخې دي.»

د نجونو پوهنتونونو ته د نه تګ نږدې څلور کاله او ښوونځیو ته د نه تګ پنځه کاله تېرېږي. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي وو چې په افغانستان کې له ۲.۲ میلیونو څخه زیاتې نجونې د ښوونځیو له تګ څخه بې‌برخې شوې دي.

د بشري حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې دا محدودیتونه د ښځو د حقونو د لا زیات نقض، لکه د جبري ودونو د زیاتوالي لامل کېږي او په اوږده مهال کې به د افغانستان پر پرمختګ ناوړه اغېز وکړي.