افغانستان

افغانستان کې د موسمي بدلون د ناوړه پایلو په اړه د یوناما خبرداری

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د افغانستان خلک د موسمي بدلون له ورانوونکو اټکلونو سره مخ دي او په هېواد کې د موسمي بدلونونو د ناوړه پایلو د درولو لپاره چټک ټولیز اقدام ته اړتیا ده.

یوناما په دوام کې لیکلي چې افغانستان د موسمي ننګونو په وړاندې لږ چمتووالی لرونکی هېواد دی او د موسمي بدلونونو د ګواښونو په برخه کې د نړۍ په کچه زیانمنوونکو هېوادونو کې شپږم ځای لري.

ددې خبرپاڼې په دوام کې راغلي چې افغانستان په اوسني وخت کې د طبیعي آفتونو په وړاندې په پرلپسې توګه زیانمنونکی دی او دا آفتونه به په هېواد کې د درنو مالي او ځاني تلفاتو او زیانونو لامل شي. وچکالي د هېواد په ډېری برخو کې په عادي چارې د بدلېدو په حال کې ده او سخت ورښتونه ځینې وختونه د سېلابونو او ځمکو د ویجاړېدو لامل کېږي.

یوناما خبرداری ورکړ، هغه پایلې چې موږ یې شاهدان یو نه یوازې د افغانانو د ژوندانه بلکې د اقتصادي پرمختګ، خوراکي خوندیتوب او کډوالۍ لامل کېږي.

د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي ځانګړي استازي او ددغه سازمان د بشردوستانه چارو همغږۍ کوونکی ډاکتر رامز الاکیروف په دې اړه وايي: «د افغانستان عادي خلک له دغو پېښو تر ټولو زیات زیانونه زغمي او تر ټولو زیانمنونکي وګړي په ځلونو له لویو غمیزو سره مخ شوي دي.»

 دا په داسې حال کې دي چې افغانستان په پخوا کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخ شوی چې په کلیوالو سیمو کې یې خلک ډېر زیانمن کړي او د روان کال په لومړیو کې سخت سېلابونه د هغه څه انځور دی چې ښايي بیا رامنځته شي.

د ملګروملتونو سازمان دا چارواکی ټینګار کوي: «اړینه ده چې د افغانستان لپاره اقدام وکړو، موږ صبر نه شوو کولای. خلک په دې هېواد کې د صبر کولو وخت نه لري. ټول لوري باید ګډې زمینې او دلایل پيدا کړي ترڅو د افغانستان د تلپاتې راتلونکي لپاره هڅه وکړي. اوسمهال په افغانستان کې د اقدام نه کول به د ټولې سیمې لپاره د موسمي بدلونونو په اقداماتو کې د پام وړ شاتګ لامل شي.»

بلومبرګ په هغه راپور کې چې د روان کال د وږي په میاشت کې یې خپور کړ لیکلي چې ۱۵۷۰ تنه په تېرو (چنګاښ او زمري) میاشتو کې د طبیعي پېښو له هغې جملې سېلابونو او زلزلې له امله مړه شوي او څه د پاسه شپږ زره نور هم ټپیان شوي دي. 

دغې رسنۍ د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي چې سېلابونو او زلزلې دوه میلیارد ډالره د خلکو بېخ بنسټونو او شتمنیو ته زیان رسولی دی. د افغانستان په څه د پاسه شلو ولایتونو کې ناڅاپي سېلابونو ۶۳۵ هکتاره کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې او همداراز یې ۳۵ زره کورونه او ۴ زره د لمریزې برېښنا دستګاوې تخریب یا له منځه وړې دي.