افغانستان

فاریاب کې ترافیکي پېښې څلور کسان ووژل

انځور- فاریاب کې ترافیکي پېښه

د فاریاب ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

په فاریاب کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا پېښه پرون ماښام د یادې ولسوالۍ د «جنګل» سیمې ته نږدې شوې ده. د خبر پاڼې له مخې، ټپیان ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې یو تن په دغه پېښه کې لومړی ټپي و، خو روغتون ته له رسېدو وروسته یې ساه ورکړه. چارواکو له هېوادوالو غوښتي چې د موټر چلولو پر مهال ترافیکي اصول او قوانین په جدي توګه مراعات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.

خلک په لويو لارو کې د ترافیکي نښو نشتوالی، د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو بې‌احتیاطي د دغو خونړیو پېښو اصلي لاملونه بولي.