د ډونالډ ټرمپ ادارې د جمعې په ورځ د ۳۰ ورځو لپاره په سمندر کې د ایران د ولاړو تېلو د پیرلو بندیزونه لیرې کړل. دا ګام د تېلو د هغو بیو د راټیټولو په موخه اخیستل شوی چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله لوړ شوي دي.
د خزانې وزیر، سکاټ بیسنټ، پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې دا پریکړه به نړیوالو بازارونو ته شاوخوا ۱۴۰ ملیونه بوشکې تېل وړاندې کړي او د انرژۍ پر رسولو به فشار کم کړي.
دا اقدام د سپینې ماڼۍ هغه اندېښنه ښيي چې د تېلو د بیو لوړوالی به د نومبر د میاشتې له منځمهاله ټاکنو وړاندې امریکایي سوداګریو او مصرفوونکو ته زیان ورسوي؛ هغه ټاکنې چې جمهوري غوښتونکي په کې په کانګرس کې د اکثریت ساتلو هڅه کوي.
د خزانې وزارت په ویبپاڼه کې د خپرې شوې جوازنامې له مخې، ایراني تېل هغه مهال متحده ایالاتو ته واردېدای شي چې د پلور یا تسلیمۍ چارې یې بشپړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب راهیسې امریکا له ایران څخه تېل نه دي وارد کړي او لا معلومه نه ده چې ایا دا ځل به هم ایراني تېل دغه هېواد ته ورسیږي که نه.
کیوبا، شمالي کوریا او کریمیه له دغه جواز څخه ایستل شوي او دا پریکړه به د اپریل تر ۱۹مې پورې اعتبار ولري.
تمه کېږي چې دا پریکړه به تر ډېره چین ته ګټه ورسوي چې د ایراني تېلو تر ټولو لوی پیرودونکی دی. د انرژۍ وزیر، کریس رایټ، ویلي چې دا تېل په درېیو یا څلورو ورځو کې اسیايي تصفیه خانو ته رسیدلی شي.
دا په تېرو دوو اونیو کې درېیم ځل دی چې د امریکا د خزانې وزارت د خپلو دښمنانو د تېلو پر پلور بندیزونه په دې موخه کموي چې د تېلو بیې، چې تر ۱۰۰ ډالرو پورته شوې وې، کنټرول کړي.
د خزانې وزیر بیسنټ وویل: «په اصل کې به موږ د تهران د تېلو بوشکې د هغوی په زیان وکاروو ترڅو بیې ټیټې وساتو او په ورته وخت کې به د ‘حماسي غضب’ (Operation Epic Fury) عملیاتو ته دوام ورکړو.»
د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، کله چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړل، د تېلو بیې ۵۰ سلنه لوړې شوې دي. ایران د دې بریدونو په ځواب کې پر اسرائیلو او هغو خلیجي هېوادونو بریدونه کړي چې د امریکا پوځي اډې په کې پرتې دي.
د انرژۍ کارپوهان وايي چې د بندیزونو دا ډول نرمول ښيي چې واشنګټن د تېلو د بیو د کنټرول لپاره نورې لارې نه لري.
یو کارپوه، بریټ ایریکسن، وايي: «که موږ د هغه هېواد پر تېلو بندیزونه لیرې کوو چې ورسره په جګړه کې یو، نو مانا دا چې زموږ اختیارونه په ختمېدو دي.»
