رسنۍ

د خبریالانو مرکز: مهدي انصاري د طالبانو له زندانه ازاد شو

انځور- د طالبانو له زندان څخه ازاد شوی خبریال مهدي انصاري

د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې په کابل کې د افغان خبري اژانس خبریال، مهدي انصاري، له یو نیم کال بند تېرولو وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی دی.

دي بنسټ ویلي چې د دغه خبریال بنسټیز حقونه په جدي ډول نقض شوي وو؛ نوموړی له هېواده بهر له رسنیو سره د همکارۍ په تور محاکمه او زنداني شوی و.

د خبریالانو مرکز په کابل کې د یوې سرچینې له قوله ویلي چې انصاري د چهارشنبې په شپه ناوخته د بګرام له زندانه خوشې او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.

مهدي انصاري د ۱۴۰۳ کال د تلې پر ۱۴مه نېټه په کابل کې له خپل کار ځای څخه کور ته پر لاره لادرکه شو، چې درې ورځې وروسته یې کورنۍ تایید کړه چې هغه د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.

وروسته د ۱۴۰۳ کال د مرغومي پر ۱۲مه، د کابل یوې لومړنۍ محکمې نوموړی د طالبانو پر ضد د «تبلیغاتو» په تور پر یو نیم کال تنفیذي بند محکوم کړ.

د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو استخباراتو د ۱۴۰۴ کال د تلې پر ۱۰مه نېټه د مهدي انصاري یو ویډیويي اعتراف خپور کړ او ویې ویل چې هغه د «زهرجنو تبلیغاتو» او له «مغرضو بهرنیو رسنیو» سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی. دغه بنسټ زیاته کړې چې انصاري ته د مدافع وکیل حق نه و ورکړل شوی او محکمه یې ناعادله وه.

 د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې لږ تر لږه ۲۱ خبریالان او د رسنیو کارمندان په هېواد کې نیول شوي دي.

د دغه بنسټ په وینا، د انصاري له خوشې کېدو سره سره لا هم لږ تر لږه څلور نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په زندانونو کې پاتې دي.

یاد مرکز له طالبانو غوښتي چې د خپلواکو رسنیو او خبریالانو ځپل ودروي او پاتې بندیان هم ژر تر ژره خوشې کړي.