متحده عربي اماراتو او کویټ اعلان وکړ چې د جمعې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د دوی هوايي مدافع ځواکونو د هغو توغندیو مخه نیولې چې له ایرانه ویشتل شوي وو.
ورته مهال سعودي عربستان هم ویلي چې په خپله فضا کې یې ګڼ شمېر بریدګرې ډرون الوتکې شنډې کړې دي. په بحرین کې بیا د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د ایران د تېري له امله د راغلو توغندیو پارچو په یو ګودام کې اور لګولی و، خو دا اور مړ شوی او چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
تر دې وړاندې په بحرین کې د خطر زنګونه هم غږول شوي وو ترڅو خلک خوندي ځایونو ته لاړ شي.
په کویټ کې د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دوی هوايي دفاع د دښمن له خوا د توغندیو او ډرون ګواښونو ته پر وخت ځواب ویلی دی. متحده عربي اماراتو هم د ایران له لوري د توغندیو او ډرون بریدونو د کېدو پخلی کړی دی.
بلخوا د ایران سپاه پاسداران د «تسنیم» خبري اژانس له لارې په یوه بیان کې منلې چې دوی په اماراتو کې د «الظفره» په نوم د امریکايي ځواکونو اډه او په اسراییلو کې ځینې سیمې په نښه کړي دي، خو تر اوسه د کومې مرګژوبلې کره راپور نه دی ورکړل شوی.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې یوازې په دوو ساعتونو کې یې په ختیځو سیمو کې ۱۰ او په شمالي برخه کې یوه بېپیلوټه الوتکه په فضا کې ویشتلي او ویجاړې کړې دي.
دا بریدونه په داسې حال کې زور اخلي چې تېره پنجشنبه هم د سعودي د سرې بحیرې پر غاړه د تېلو په یوه تصفیه خانه او په کویټ کې پر دوو نورو مرکزونو ورته بریدونه شوي وو.
ایران وايي دا هر څه یې په خپله خاوره کې د «جنوبي پارس» پر ګازي سیمه باندې د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې کړي دي.
